له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لار بدلول؛ خطرناک او لګښتي

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د هرات د اسلام کلا د پولې پر ځای د نیمروز له لارې د ناقانونه افغان کډوالو او کارګرو رایستلو بهیر ډېرې اندېښنې را پاروالې دي. چارواکي وایي د ناقانونه افغان کډوالو را د رایستلو مخالف نه دی، خو له ایرانه غواړي چې بېرته دا بهیر د هرات له لارې پیل کړي.
دوی وایي په نیمروز کې د کډوالو د پالنې امکانات کم دي او کډوال تر هرات یا نورو شمال لوېدیځو ولایتونو پورې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ کېږي او ډېر لګښت هم پرې راځي.
په ټول پنډغالي کې مې یوازې دوه تنه هغه کسان ولیدل چې د نیمروز له لارې را ایستل شوي. یو یې عزیز احمد دی چې وایې ایراني پولیسو د ترکیې پر پوله نیولې اوه لس ورځې یی له یوه پنډغالي بل ته په پرله پسې توګه د ده په لګښت اړولی او بیا له نیمروزه شړلی:
"موږ یې اول مشهد ته راوستلو. د مشهد د سفید سنګ پنډغالي نه خو هرات ته یو قدم لار پاتې ده. خو موږ یې له مشهده بیرته د ایران سویلي سیمې زاهدان ته بوتلو. له هغه ځایه یې د نیمروز پولو ته راوستلو. څلور ماشومان لرم. یو یې بیخي کمکۍ او د شیدو دی. له همدې یې هم د کرایې پیسې غوښتې. ما ویل دومره پیسې نلرو. دوی به ویل له بل افغان یې پور کړه او بیایې په افغانستان کې ورکړه."
انصار کډوالو کمپ
د انصار کډوالو کمپ د هغو کسانو لپاره د پالنې لپاره جوړ شوی چې له ایرانه په زور شړل کېږي او ډېر زیان منونکي وي لکه ناروغان یا بې سرپرسته ښځې او ماشومان.
پخوا په دې پنډغالي کې ګڼه ګوڼه ډيره وه او په هره خونه کې به یوه یا دوې کورنۍ د لنډ مهال لپاره ساتل کېدې او بیا به که له نورو سیمو خپلو ولایتونو ته لیږدل کېدې، خو اوس دا پنډغالی تش دی ځکه ټول ناقانونه او عادي کډوال د اسلام کلا پر ځای د نیمروز له لاری رایستل کېږي.
د هرات د کډوالو چارو د ادارې کارکوونکی او د انصار پنډغالي مشر عین الدین اسلمي اندېښمن دی او وایي د ایران په دې نوې تګلارې افغان کډوال ډېر ځورېږي:
"پخوا به چې له دې پولې راتلل د دوی کرایه به کمه وه. څلوېښت یا پنځوس زره تومانه به و خو اوس نژدې څلورسوه زره تومانه ورنه اخیستل کېږي. د نیمروز پر پوله امکانات هم کم لرو. د دوی سمه پالنه نه کېږي. بیا تر هرات او نورو ولایتونو لارې هم امنیتي ستونزې لري. دوی پر لارو له نا امنۍ شکایت لري."
یو بل افغان چی په ایران کې دیرش کاله اوسېدلی او اوس د نیمروز له لارې رایستل شوی وایي که په کور د ننه د کار څښتن نه شي، بیا به هم ایران ته د تګ هڅه وکړي، دی چی نه غواړي نوم یی واخیستل شي وایي:

"له موږ سره باید مرسته وشي. دلته بلد نه یو. دېرش کاله وروسته افغانستان ته راغلی یم. کار نه شته او ټول ځوانان بې روزګاره دي. باید داسې یو کار پیدا شي چې ځوانان بیا دې ته اړ نه شي چې دا ستونزې بیا وزغمي. زه خپله که پوه شم چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي بیا به هم ځم خو که کار او ژوند مې سم شي نه ځم."
تراوسه په دقیقه توګه نه ده مالومه چې ولې ایران افغان کډوال او ناقانونه کارګر د نیمروز له لارې رالېږدوي.
په هرات کې د انصار کمپ مشر وایي ایرانیانو ویلي د اسلام کلا پر لار رغنیزې چارې روانې دي او کډوال اوس په دې لار نه شي را اړولی، خو دې ادعا ته افغان چارواکي د شک په سترګه ګوري.
یوشمېر هغه سوداګر چې ایران ته د اسلام کلا له لارې په قانوني توګه تګ او راتګ کوي وایي پر دې لار یې د ساختماني چارو نښې نه دي لیدلې. ایران تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړې. هڅه می وکړه چې په دې اړه په هرات کې د ایران کونسلګرۍ غبرګون هم واخلو، خو بریالی نه شوم.








