میندواره ښځو کې د زړه بدوالي او کانګو ستونزه څومره جدي ده؟

women

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېرې ښځې د میندوارۍ پر مهال سهار کې زړه بدوالی لري او کانګې کوي.

دا حالت په میندواره مېرمنو کې معمول دی، چې د مېندوارۍ لومړیو درې میاشتو کې ورسره مخ کېږي، خو په یو شمېر مېرمنو کې بیا دا نښې خطرناکې وي.

دا مېرمنې ذهني فشار، د وجود د اوبو کمښت، ضعف، د ویټامینونو کمښت او ورته نورو ستونزه سره مخ کېدای شي.

اوس ساینس پوهانو د یوې نوې څېرنې په ترسره کولو موندلې چې، د دې وضعیت لامل د GDF15 هورمون دی.

دا هورمون د مغزو په ډېره کوچنۍ برخه اغیز کوي او د زړه بدوالي او ناراحتۍ لامل کېږي چې پایله کې میندواره مېرمن کانګې کوي.

هغه میندواره ښځې، چې دغه هورون سره حساسیت لري ښايي په ورځ کې آن تر ۵۰ ځلې زړه بدوالی او کانګې تجربه کړي.

women

د عکس سرچینه، Getty Images

ساینس پوهان وايي، که د مینداره ښځې په وجود کې دا هورمون کم وي په هغه اندازه یې زړه بدوالی کم وي.

د انګستان د کمبرج پوهنتون پروفیسر ستیفان اورهیلي وايي: "هر څومره چې مور د یاد هورمون پر وړاندې ډېره حساسه وي په هغه اندازه ډېره ناروغېږي او زړه بدوالی لري."

نوموړې زیاته کړې: "په دې موضوع پوهېدل مونږ ته یوه اشاره راکوي، چې څنګه د دې حالت له پېښېدو مخنیوی وکړو."

څېړنې ښيي په هرو سلو ښځو کې درې ښځې له دغه هورمونه اغېزمنېږي.

د میندواره ښځې دا حالت جنین ژوند ګواښلی شي، هغه ښځې چې د میندارۍ پر مهال دې حالت سره مخ کېږي د وجود اوبه یې کمېږي، د پوره کولو لپاره یې باید ډېر مایعات واخلي.

ضعف او کمزوري

۳۵ کلنه سوزي ویرل وايي، د میندوارۍ پر مهال یې د GDF15 هورمون له امله وضعیت دومره خراب شوی و چې، اخر یې پرېکړه کړې وه خپل ماشوم لیري کړي.

آغلې ویرل د دریو ماشومانو مور ده.

په دوو ماشومانو کې یې د GDF15 هورمون روغتیا اغیزمنه کړې وه، دا چې هغه د دغه وضعیت ډېره تجربه لري او سختې ورځې یې پرې تېرې کړي، اوس ډېرې میندواره ښځې ورته راځي او مشورې ترې اخلي.

نوموړې وايي، په میندواره ښځو کې زړه بدوالی او کانګې کول عادي خبره ده، خو پر هغې یې اغېز دومره ډېر و چې، د ضعف او زړه تنګۍ احساس یې کاوه، ان نه یې غوښتل خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند وکړي.

مېرمن ویرل وايي: "د زړه بدوالي او کانګو له لاسه مې ساه نه شوای اخیستلای او د دواړو اولادونو له زېږېدو پنځه میاشتې مخکې زه په کوټه کې بندۍ وم، خو مېړه مې ډېر زیات زما ملاتړ او خدمت کاوه."

څېړنې

women

د عکس سرچینه، COURTESY

که څه هم دې برخه کې پخوانیو څېړنو ښودلې وه چې، د میندوارۍ پر مهال د ښځو زړه بدوالی او کانګې GDF15 هورمون پورې تړاو لري، خو اوس ښکاره شوه چې مونږ لا هم د دې ناروغۍ په اړه کافي مالومات نه لرو.

دې برخه کې یوه نوې څېړنه چې د سکاټلنډ، امریکا، او سریکلانکا پوهنتون پروفیسرانو برخه اخیستې وه په نیچر جورنال کې خپره شوه.

دې څېړنه کې مالومه شوې چې، میندوارۍ پر مهال د ښځو زړه بدوالی او ډېرې کانګې کول رحم کې د هورمون کچې پورې اړه لري. څومره چې ډېر دا هومونو تولید شي په هغه اندازه یاده ناروغي سختېږي.

په څېړنه کې چې ګڼو مینداوره ښځو پکې برخه اخیستې وه او وضعیت یې ارزول شوی و مالومه شوه چې، هغه میندواره ښځې چې د دې هورمون تولید کچه یې لوړه وي زړه بدوالی یې ډېر دی که ټیټه وي زړه بدوالی یې کم دی.

پروفیسر اورهيلي ویلي، د دې ناروغۍ د درملنې یوه لار دا ده چې په خوندي لار مغزو ته د دغه هورمون د رسېدو مخه ونیول شي.

چې نه د مور روغتیا اغېزمنه کړي او نه هم د مور په ګېډه کې ماشوم ته تاوان واوړي.

له پامه غورځول شوې ستونزه

women

د عکس سرچینه، Getty Images

ویویانا کومار د دوو ماشومانو مور ده، هغې د میندوارۍ پر مهال ساعت کې لس وارې زړه بدوالی درلود، یوازې په خوب کې یې کانګې نه کولې.

هغه وايي، دا یوازې سهارنی زړه بدوالی نه بلکه داسې یو حالت دی چې که ترې خلاص هم شئ ټول عمر مو په ذهن کې پاتې کېږي او هېڅکله یې نه شئ هېرولی.

د نوموړې په ټکو: "ما په رښتیا له نړۍ ځان ګوښه احساساوه، داسې مې احساسوله لکه له ما پرته چې بل هېڅوک نه وي. له کوره وتل راته خوا ستونزمن و."

آغلې کومار وايي: "زه نېکمرغه وم چې د خپل مېړه او مور ملاتړ راسره و، که نه له دوی پرته ما د مخکې تګ زړه نه درلود. که زه نن خپلو ماشومانو سره یم زما د مېړه او مور برکت دی."

کله چې ویویانا کومار په خپل دریم ماشوم ناروغه شوه او روغتون کې بستر شوه، ماشوم یې مړ شو.

هغه وايي ډېر درمل یې وخوړل او ډاکټرانو هڅه وکړه "چې ماشوم وساتي خو له بده مرغه هغه مړ شو"

چارلوټ هاوډن چې یوه خیریه بنسټ کې د GDF15 هورمون له امله اغېزمنو میندواره ښځو سره مرسته کوي وايي، دا یوه روغتیايي ستونزه ده چې د اوږدې مودې راهیسې له پامه غورځول شوې ده.

نوموړې ویلي: "زه د څېړونکو له فداکارۍ ډېره منندویه یم."

"دا داسې څېړنه وه چې، دا چې ویل کېدل چې دا په میندواره ښځو کې یوازې سهارنی زړه بدوالی دی نو خلکو له پامه غورځولې وه او عادي خبره ورته ښکارېده."

سهارنی زړه بدوالی

women

د عکس سرچینه، COURTESY

سهارنی زړه بدوالی هغه لومړنی څېز دی چې تقریبا هره میندواره ښځه یې تجربه کوي.

له خوبه ویښېدو سره سملاسي د زړه بدوالی ورته پیدا کېږي او ځینې یې په کانګو پیل کوي.

د ښځو روغتیا متخصصه ډاکټره پریسا وقار وايي، د دې ناروغۍ پر مهال درمل کارول کېدای شي، خو زنجفیل ګټور دی.

دا درمل ښايي کانګې کمې کړي خو نه مو پرېږدي چې ډېر خوب وکړئ.

نوموړې سپارښتنه کوي، سهار کې د مینداوره ښځو وختي ویښېدل څه ستونزه نه لري، کولی شي چې وختي ویښې شي او سهار ناشته وکړي او که بیا پرې د خوب څپه راغله استراحت کولی شي.

ستونزه دا ده چې د زړه بدوالی له امله ځينې میندواره ښځې پرېوځي یا ډېر خوب کوي، د شپې تر دولسو بجو یې څه نه وي خوړلي چې دا ښه نه ده. میندواره ښځې باید سهار له خوبه ویښې شي او سملاسي ناشته وکړي.