ولې ځینو نارینه او ښځو کې جنسي اړیکو ته لېوالتیا کمېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ګډ ژوند کې جنسي اړیکې یوه له مهمو موضوعاتو ګڼل کېږي.
د بریتانیا ملي روغتیايي سیستم (اېن اېچ اېس) ویلي، په هرو پنځو نارینه وو کې یو یې جنسي اړیکو ته د لېوالتیا له کمېدو ځورېږي، په داسې حال کې چې ښځې له دې ستونزې ډېرې اغېزمنېدای شي. ځکه ځینې وخت یې ښايي د نارینه وو پرتله جنسي اړیکو ته د لېوالتیا کچه لوړه وي.
دا ښايي بېلابېل لاملونه ولري، خو جنسي اړیکو ته د لېوالتیا کموالی یا نشتوالی په دې معنا نه دی چې تاسو جدي طبي ستونزې لرئ یا ستاسو جنسي ژوند ته ګواښ موجود دی. ښايي د دې ځینې لاملونه ستاسو له کاري ژوند سره تړاو ولري (مثلا ایا تاسو د کار ځای یا دفتر کې کومه ستونزه لرئ؟) یا نورې ستونزې لکه فشار، او همدارنګه د ژوند ځینې نور پړاوونه لکه میندواري، ماشوم زېږون یا ماشوم ته د شېدو ورکړه.
خو که د جنسي لېوالتیا له لاسه ورکولو ستونزه په ناڅاپي ډول تکرار شي یا دوامداره وي، اړینه ده چې د هغې د لاملونو د معلومولو لپاره ګامونه پورته شي.
د رواني ناروغیو ډاکټره او د برازیل د جنسي درملو اتحادیې منشي کترینا ډی موریس وايي: "لومړی کار چې باید په اړه یې پوه شئ دا دی، چې د جنسي لېوالتیا د کمېدو لامل څه دی؟"
د جنسي غدو متخصص ډایګو فونسیکا بیا وايي، که د جنسي اړیکو کمېدل تر شپږو میاشتو دوام وکړي، نو دغه نښې باید یوازې د درملنې لپاره و ارزول.
د هغه په وینا، دا مهمه ده چې د کلینیکي ارزونې په بهیر کې د هر کس وضعیت په پام کې ونیول شي.
د متخصصینو په مرسته، لاندې څلور ټکو ته اشاره کوو چې کولای شي د جنسي اړیکو لېوالتیا کې بدلون راولي.
د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې بدلونونه
جنسي اړیکو ته د لېوالتیا کمېدل ځینې لاملونه لري. د فشار، ستړیا، په ورځني ژوند او چارو کې د بدلون له امله او هغه وخت چې جنسي اړیکو ته لېوالتیا وي، د ماشومانو پالنې ته پام واوړل.
ډاکټره کترینا وايي، دا اړینه نه ده چې جنسي اړیکو ته لېوالتیا دې د یوې ناروغۍ له امله وي ځکه د واده شویو مېرمنو لپاره دا عادي خبره ده چې د وخت په تېرېدو یې دا لېوالتیا کمېږي.
رواني ستونزې
د خپګان او فشار په څېر ستونزې کولای شي د جنسي اړیکو په غوښتنې کې د پام وړ کموالی راولي.
د ډاکټرې کترینا په وینا، په هغو ناروغانو کې چې خپګان تجربه کوي، جنسي اړیکو ته نه لېوالتیا یا د لېوالتیا کموالی په دماغ کې د کیمیاوي توازن نشتوالي له امله رامنځته کېږي ځکه چې د سیروټونین او ډوپامین بدلونونه د خوښۍ او روان پر احساساتو اغېز کوي.
"په داسې حالتونو کې، له درملنې سره پرمختګ ممکن دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې درمل چې د خپګان او فشار درملنې لپاره کارول کېږي، هم کولای شي جنسي اړیکو ته د لېوالتیا د کمښت لامل شي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، د ډیپرېشن درملنه باید جنسي اړیکوته د لېوالتیا د کموالي یا نشتوالي له امله پرېنښودل شي، ځکه د خپګان درملنه نه کېږي او دا پخپله پر جنسي فعالیت اغېزه کوي، او د رواني درملو ناڅاپي بندول ښايي خطرناکه وي.
کترینا وايي، "دا مهمه ده چې ناروغان په څرګنده توګه له ډاکټر سره هر ډول اندېښنې شریکې کړي، هغه ان که د جنسي غوښتنو په تړاو هم وي."
په هورمونونو کې بدلونونه
که چېرې د یو تن په ورځني ژوند کې کوم څرګند بدلون موجود نه وي او نه هم له رواني ستونزو سره مخ وي، ښايي بل ګام د هورمونونو بدلون څېړنه وي.
د غدو کارپوه کارولین کاسټرو وايي په نارینه کې ټسټورسټون او په مېرمنو کې اېسټروجن د جنسي غوښتنې سره تړاو لري.
اېسټروجن د جنسي روغتیا او همدارنګه احساساتي روغتیا سره تړاو لري، پداسې حال کې چې ټسټورسټون د سپرم تولید سربېره پر جنسي غوښتنې اغېز کوي.
ډیاګو فونسیکا وايي، د داسې قضیو تشخیص یوه پېچلی بهیر دی.
"د بېګلې په توګه په نارینه وو کې، موږ یوازې دا نه ګورو چې د ټیسټورسټون کچه ټیټه ده، موږ دا هڅه هم کوو معلومه کړو، ایا کومې نښې شته چې په غدې کې د بدلون لامل کېږي."
د ډاکټرانو په وینا د هورمونونو بدلونونه تر مېندوارۍ، وروسته زېږون، شیدې ورکولو او چاغوالي له امله هم کېدای شي.
ناروغۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
یو بل څه چې کولای شي د جنسي اړیکو د کمښت لامل شي، ځینې ناروغۍ دي.
د بېلګې په توګه، سکلیروسیس، پارکینسن او نخاعي ټپونه چې تر ډېره اعصاب اغېزمنوي، هم له جنسي غوښتنې سره تړلي اعصاب اغېزمنوي او کولای شي په نارینه کې جنسي فعالیت اغېزمن کړي.
په هغو کسانو کې چې د شکرې ناروغي لري او هورموني بدلون پکې راشي، د جنسي اړیکو لېوالتیا کمولی شي. سربېره پردې، د شکر ناروغۍ ښايي شي د ستړیا لامل شي، چې دا هم پر اعصابو اغېز کوي. په داسې حالت کې، حساسیت او د جنسي اړیکو غوښتنې کمېږي.
درملنه او خبرې
ډاکټران وايي، د دې ستونزې لپاره کومه جادويي حل لار نشته. د هر شخص پېښه ځانګړې ده او درملنه یې هم په انفرادي تشخیص پورې اړه لري.
ډاکټران معمولا جوړو ته مشوره ورکوي چې د دې ستونزې په اړه له یو بل سره خبرې وکړي.
ډياګو فونسيکا وايي، د ژوند ملګري سره پر دې موضوع په ښکاره ډول خبرې کول د ناسم پوهاوي لامل نه کېږي، که څه هم کېدای شي دا يوه دردونکې خبر وي، خو دا له ملګرو سره مرسته کوي چې په ګډه په حالاتو ښه پوه شي او د حل لاره ورته ومومي.










