میاشتنۍ ناروغۍ کې د درد کمولو لپاره د کومو درملو خوړل خطر لري؟

درمل

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېرې ښځې د میاشتني ناروغۍ پر مهال د درد کمولو لپاره درمل خوري.

د دې درملو خوړل سملاسي درد اراموي خو، د هند د مرکزي روغتیا وزارت تر څار لاندې د فارماکوپیا کمیسیون اوس خبرداری ورکړی، چې په دې درملو کې میفینامیک اسید ماده ده چې خوړل یې جانبي عوارض لرلی شي.

هند کې د درملو دغه کمیسیون روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو ته سپارښتنه کړې چې، د درد د ارامولو لپاره د دغو درملو له کارولو ډډه وکړي.

هند کې ډېرې ښځې د میاشتني نارغۍ پر مهال د درد د کمولو لپاره د مفټل سپاس په نامه ګولۍ خوري چې دا ګولۍ په خپل ترکیب کې د میفینامیک اسید ماده لري.

د هند د درملو د ارزونې ادارې د دې درملو د منفي اغېرو په اړه څېړنې کړي دي.

د فارماکوپیا کمیسیون په خپل رپوټ کې ویلي، د دغو درملو خوړل د پوستکي خارښت او د شدید حساسیت (DRESS syndrome) لامل کېږي.

DRESS syndrome څه شی دی؟

درمل

د عکس سرچینه، BLUE CROSS

DRESS syndrome د وجود یو ډول شدید حساسیت دی. شاوخوا لس سلنه خلک له دې حساسیته رنځ وړي، خو د ځینو لپاره یې بیا د ژوند په یوه ګواښ هم بدلېږي.

د دې درملو جانبي عوارض د درملو خوړلو له دوه تر اتو اوونیو وروسته راڅرګندېږي.

د شدیدې تبې په ګډون د بدن خارښت او د لمفاوي غدو مکروبي کېدل د دغه حساسیت لویې نښې ګڼل کېږي.

همدا راز د بدن داخلي ارګانونو زیانمنول او د وینې اجزاوو ته تاوان اړول هم د DRESS syndrome د حساسیتونو له ډلې شمېرل کېږي.

د هند فارماکوپیا کمیسون تمه لري، چې د میفینامیک اسید لرونکو درملو په اړه د لارښود او سپارښتنو د خپرولو په مرسته د DRESS syndrome په څېر نورو جانبي عوارضو اغېز راکم کړي.

د اوږدې مودې لپاره د درد ارامولو درملو خوړل څه خطر لري؟

ډاکټران وايي،‌ ډېر لږ کسان د دې ګولیو له امله پېښېدونکي جانبي عوارض تجربه کوي او په بېلابېلو اندازو کې جوړېږي.

د دې درملو اغېز د هر چا لپاره توپیر لري، خو که زیاته اندازه او اږدمهال لپاره وخوړل شي ستونزې پېښولی شي.

هند کې د کومز روغتون د نسايي‌ ولادي برخې ډاکټره کاویا پریا وايي: "زما هېڅ یو ناروغ د مېفتل سپاس ګولیو د خوړلو له امله د ډرېس سنډروم جانبي عوارض نه دي تجربه کړي."

نوموړې زیاتوي: "خو که دا ګولۍ د اوږدمهال لپاره وخوړل شي روغتیا برخه کې ستونزې رامنځته کولی شي."

نوموړې وايي، په میاشت کې یو دوه ګولۍ خوړل کومه اغېز نه لري. ډېرې ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د درد د کمولو لپاره دا ګولۍ خوري. ډېره اندازه د میفینامیک اسید کارول د بدن نورې برخې اغېزمنولی شي.

د معدې ستونزې

درمل

د عکس سرچینه، Getty Images

داسې اندېښنې شته چې د میفینامیک اسید لرونکو درملو خوړل د معدې د زخم، خونریزۍ او کولمو کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

یو شمېر ډاکټران وايي چې ان د زړه پر روغتیا منفي‌ اغېز لرلی شي.

د طبابت برخې د ځینې کارپوهانو په وینا د میفینامیک اسید کارول د پښتورګو د ناروغیو لامل کېږي.

ډاکټره کاویا پریا وړاندیز دادی چې، هغه کسان چې د معدې، زړه او پښتورګو ناروغۍ لري باید د ډاکټر په مشوره دا درمل وکاروي.

د دې درملو له امله د جانبي عوارضو پر مهال باید څه وکړئ؟

د فارماکوبیا کمیسیون د دغو درملو له ارزونې وروسته سپارښتنه کړې، چې باید هرو مرو د ډاکټر په مشوره وکارول شي.

که چېرې د دې ګولیو له خوړلو وروسته مو وجود هر ډول عکس العمل وښود باید سملاسي ډاکټر ته لاړ شئ.