ښځې له میاشتني عادت مخکې له څه ډول حالته تېریږي؟

ځینو ښځو کې د میاشتني عادت له رارسېدو مخکې رواني ګډوډي (پي اېم ډي ډي) دومره شدیده او سخته وي، چې دې ته اړ ایستل کېږي په ۳۰ کلنۍ مخکې د جراحۍ له لارې خپل رحم لېري کړي.
په سلو کې له درې سلنې تر ۸ سلنې ښځې د میندوارۍ پر مهال هم ذهني ستړیا یا رواني ناروغۍ سره مخ کېږي.
د یوه ډاکټر په وینا، په دې ناروغیو اخته ۳۰ سلنه ښځو آن د سختو رواني ناروغیو له امله ځان وژنه کړې.
په شمالي آیرلنډ کې دوو ښځو بي بي سي ته ویلي، له میاشتني ناروغۍ مخکې رواني حالت یې دومره خراب و چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي.
د نسايي ولادي یوه متخصصه ډاکټره فرانسیس استورات چې د دغو ښځو له ډلې ځینو سره مخ شوې وايي" دا ښځې تر هغې اندازې تر ذهني فشار لاندې وي، چې نه شي کولی خپل ځان کنټرول کړي."
د آغلې استورات په وینا: " د میاشتني عادت له خلاصېدو وروسته دغه ښځې بیخي په یوه بل انسان بدلېږي او بیاځلې خپل ځان پېژني." د نوموړې په وینا" د دغو ښځو شاوخوا خلک فکر کوي چې دوو بېلابېلو کسانو سره مخ دي."
د ډاکټرې فرانسیس استورات په وینا: "ځینو ښځو ته دې حالت سره د مبارزې او له شاوخوا خلکو د خوندیوتوب یوازینۍ لار دا وي، چې ځان په یوه خونه کې بند کړي، تر هغې چې بېرته له دغه حالته راووځي. ځکه چې هغوی وېره لري چې خپل ځان یا شاوخوا خلکو ته به تاوان ورسوي."
آغلې استورات وايي، له دغو ښځو یو شمېر یې له میاشتني عادت مخکې ذهني ستړیاوو او رواني ګډوډیو پر مهال ځینې مهمې پرېکړې کوي، لکه د رحم او تخمدان لېري کول.

احساس مې کاوه چې باید ژوند و نه کړم
۳۲ کلنه سامانتا کمبل چې کله له میاشتني عادت مخکې د ذهني ستړیا له ورته علایمو سره مخ شوه د ځان وژنې په فکر کې شوه.
نوموړې وايي:"حس کوله مې چې له ما پرته زما شاوخوا خلک ټول ښه دي، نه مې غوښتل د خپلې کورنۍ د اوږو بار شم، حس کوله مې چې نه غواړم ژوند وکړم."
سامانتا چې د آیرلنډ په کانتي داون کې اوسېږي، له میاشتنۍ ناروغۍ مخکې پر رواني اختلالاتو اخته شوې وه.
سامانتا له میاشتنۍ ناروغۍ یوه اوونۍ مخکې ځان له نورو ګوښې کاوه، په خونه کې به یوازې وه او په دې کار به یې خپل ځان او کورنۍ خوندي ساتله.
هغه وايي:"کله به چې غوسه کېدم نو خپل شاوخوا خلکو ته به مې زیان رساوه چې دا د دې ناروغۍ له علامو یوه ده. وروسته به مې یا خپل ځان خوږاوه او یا به مې له اندازې زیات خواړه خوړل او ځان ته به مې زیان اړاوه."
سامانتا خپل رحم لیري کړی او اوس یې پرېکړه کړې چې د جراحې له لارې خپل تخمدان هم لېري کړي چې له وخت مخکې د میاشتني عادت د وچېدو لامل کېږي.

پي اېم ډي ډي اختلال (ګډوډي) څه شی دی؟
پي اېم ډي ډي له میاشتني عادت مخکې یو ډول رواني اختلال او ذهني ستړیا ده چې ځينې ښځې ورسره مخ کېږي.
۲۰۱۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان پي اېم ډي ډي د یوې ناروغۍ په توګه وپېژنده.
له میاشتني عادت دوه اوونۍ مخکې، ښځې خورا سخته ذهني ګډوډي تجربه کوي.
دا لا څرګنده نه ده چې ولې دا اغېز په ځینو ښځو کې د نورو پرتله خورا جدي دی.
د روغتیا متخصصین په دې اند دي، چې دا جنیتیکي لامل لري، یا د ځينو ښځو مرکزي عصبي سیسټم په ځانګړي ډول د هورمونونو د بدلون پر وړاندې حساس دي او فشار سره مبارزه کول ورته ستونزمنه وي.

د دې ناروغۍ نښې نښانې د عضلاتو درد، سر درد، د هډوکو درد، خپګان، ژور خپګان، غوسه، او آن د ځان وژنې ډول ډول فکرونه هم کېدی شي.
۳۹ کلنه جنیفر مسیت چې د آیرلنډ د جمهوریت په پلازمینه ډوبلین کې اوسېږي د خپلو تر ټولو بدو شېبو په اړه وايي:"د ځان وژنې فکرونه او د بې ارزښتۍ احساس، په هرو دوو اوونیو کې مې غوښتل ځان ووژنم."
هغه وايي دې حالت ستړې کړې او باید د درملنې لپاره لندن ته لاړه او خپل رحم لېري کړي.
هغه وايي خوشاله ده چې د رحم له لېري کولو دمخه یې زوی زېږولی دی.
جنیفر وايي: "له دې کار وروسته خورا دردوونکې ده چې ستا ملګري، خپلوان او شاوخوا خلک به ماشومان زېږولی شي خو ته به یې نه شې"
نوموړې زیاتوي." زه یوه ښه مور یم او کولی شم د ډېرو ماشوماونو لپاره هم ښه مور و اوسم."









