که نجلۍ بلوغ ته له رسېدو وروسته میاشتنی عادت و نه لري، څه باید وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شلپا چتنیس جوشي
- دنده, ډاکټره
"ډاکټر صیب، زما لور دوه میاشتې وروسته ۱۶ کلنه کېږي، خو لا یې هم میاشتنی عادت نه دی پیل شوی."
دا د یوې مور خبرې دي چې ډاکټر ته یې کړي، په حقیقت کې دا ډول پېښې خورا کمې لیدل کېږي، خو کله چې دا ډول حالت پېښېږي باید جدي وګڼل شي.
لومړی باید وکتل شي چې د نجلۍ فزیکي وجود وده کړې که نه.
کله چې یوه نجلۍ بلوغ عمر ته رسېږي تیونه یې ورو ورو لویېږي، تخرګونو لاندې او په ځينو نورو ځانګړو ځایونو کې یې وېښته راشنه کېږي.
دا بدلونونه د لومړنیو جنسي ځانګړنو په نامه یادېږي. که په دې بڼه یې وده کړې وي، د نجلۍ په بدن کې د هورمونونو اندازه نورمال او طبیعي ده.
ډاکټرانو د یادې نجلۍ د تناسيلي سیستم معاینه وکړه، چې د حیض یا میاشتني عادت نه پېلېدو لامل یې مالوم کړي.
د سونوګرافۍ په پایله کې څرګنده شوه چې نجلۍ له پیداېښته رحم نه لري.
د داسې نجونو اندامونه په بشپړ ډول وده نه کوي.
له سونوګرافۍ وروسته ام آر آی معاینات هم کیدای شي. طبیعي ده چې د دې خبرې په اورېدو د نجلۍ مور او پلار خپه و خو د عصري ټکنالوژۍ په مرسته یې اوس درملنه شونې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
بریالۍ درملنه یې څنګه شونې ده؟
دا نجلۍ چې کله د واده عمر ته نږدې شي، د جراحۍ عملیات یې کېږي د مصنوعي ښځینه تناسلياندام د جوړېدو لپاره د نس پرده راښکته کېږي چې جنسي اړیکه ټینګه شي.
په دې عملیات کې تخم دانونه ښځینه تناسلي اندام ته نږدې کېږي، دا په دې مانا چې د تکنالوژۍ په مرسته عملیاتو کې سپرم له تخمدانه لېږدول کېدای شي.
هغه جنین چې د ښځې د نطفې او ناینه سپرم د یو ځای کېدو په پیل کې جوړېږي د بلې ښځې په رحم کې ځای پر ځای کېدای شي او له دې سره هغه ښځه کولی شي د خپل اولاد مور شي.
پرمختللې او عصري ټکنالوژۍ د طبي ستونزو په حلولو کې خورا مرسته کوي.
د میاشتني عادت د نه پېلېدو لاملونه څه دي؟
د یوې ښځې بدن او ذهن په بشپړ ډول د هورمونونو له تالونو سره نڅا کوي، له همدې امله د پر وخت او منظم حیض یا میاشتیني عادت لپاره جسمي او رواني انډول ضروري او لازمي دی.
کله چې د بلوغیت نښې په یوې نجلۍ کې راښکاره کېږي، د بدن بېلابېلو برخو کې یې بدلونونه راځي او بیا ورپسې میاشتنې عادت پیلېږي.
که د یوه نجلۍ میاشتنی عادت تر پنځلس کلنۍ پورې پیل نه شي طبیعي نه ده باید ژر تر ژره ډاکټر ته د معاینې لپاره بیول شي او لامل یې مالوم کړل شي.
له پیدایښته تناسلي اندام کې ځینې ستونزې هم د دې لامل کېږي، چې د یوې نجلۍ میاشتنی عادت پیل نه شي او کله بیا جنیتیکي ستونزې پېښېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دغو ستونزو ځینې یې له طبي نظره د درملنې وړ دي خو باید پر وخت تشخیص یې وشي.
کله چې یوه نجلۍ زېږي او له ورته ستونزې سره مخ وي ښايي بېلابېلو جنیتیکي ستونزو سره مخ شي سندروم ترنر یو له دغو ده.
ښځې د اېکس دوه کروموزومه لري، خو هغه ښځې چې په سندروم ترنر اخته وي یوازې د اېکس یو کروموزوم لري نو ځکه یې جسمي وده سمه نه وي او میاشتنی عادت یې ځنډېږي.
که پر وخت یې تشخیص وشي د هورموونو یوه اندازه یې میاشتنی عادت بېرته پیلولی شي.
دا ښځې تر ډېره د بې موره کېدو له ګواښ سره مخ دي خو د اوسنۍ پرمختللې ټکنالوژۍ پر مټ شونې ده چې جنین یې د بلې ښځې په رحم کې وده وکړي.
که میاشتنی عادت پیل نه شي یا وځنډېږي؟
د پېلېدو په لومړیو څو کلونو کې غیر منظم میاشتني عادت طبیعې خبره ده خو که میاشتنی عادت پر وخت نه وي او د نجلۍ وزن مخ په ډېرېدو وي باید ښځینه متخصصې ډاکټرې ته ورشي.
دا ښايي د (پي سي او ډي) پیل وي، دا هغه حالت دی چې تخمدانونه په ډېره اندازه نابالغه یا نیمه بالغه هګۍ تولیدوي.
نارمل میاشتني عادت کې خونرېزې پیلېږي او ورو ورو کمېږي تر هغې چې د مینوپاز یا د میاشتني عادت د وچېدو دوره راورسېږي.
په مینوپاز کې اوږدمهاله خونرېزي طبیعي نه ده او باید ژر تر ژره ډاکټر سره مشوره وکړئ.
که ښځې د اوږدې مودې خونرېزي لري نو لامل یې هم په ښکاره ډول مېندواري ده.
خو که له دې پرته یې میاشتني عادت کې ستونز رامنځته کېږي ښايي د ژوند نورې ستونزې یې لامل وي.
ان که ښځې له استرس او نارامي ولري میاشتني عادت موده یې غځېدی شي خو دا حالت باید اوږدمهاله نه وي.

د عکس سرچینه، Solstock
د "سپرماتوګنوسېز" پروسه د میاشتني عادت پر مهال طبیعي ده، که په یوه میاشت کې سپرم تولید نه شي میاشتنی عادت دوام مومي په پایله کې ځینې وختونه په تخمدان کې "سیست" یا د اوبو یو بالون جوړېږی دا د دې لامل کېږي چې ډېر هورمونونه تولید شي او د میاشتني عادت دوره وغځېږي.
دا په سونوګرافۍ کې ډېر ژر تشخیصېږي، بیا چې د حیض یا میاشتني عادت ګولۍ ورکړل شي د هورمونونو کچه راټیټېږي، حیض واقع کېږي او په تخمدان کې جوړ شوی سیست کمېدو(کوچني کېدو) پیل کوي.
د تایراید ګولیو خوړلو په اړه اندېښنه مه کوئ
فزیکی فعالیت نه کول، د خوړو رژیم نه کنټرول له اندازې زیات وزن ډېرېدو او د میاشتني عادت د ګډوډېدو لامل کېږي.
که میاشتنی عادت غیر منظم شي وزن ډېرېږي. د دې کار د مخنیوي لپاره باید منظم ورزش وکړئ او د خوړو په رژیم کې مو د کاربوهایدریت کچه راکمه کړئ.
د وریژو، کچالو، بوره، اوړه، او غوړو خوراک کم کړئ.
د تایراید او پرلکتین هورمونونو انډول که برابر نه وي میاشتني عادت کې ستونزې رامنځته کېږي. که د هايپو تايرايډيزم ستونزه وي د مناسبې درملنې پرته که هر څومره هڅه وکړئ د وزن د زیاتېدو او میاشتني عادت د خرابېدو ستونزه مو نه حلېږي.
یوه ګولۍ د ښځو روغتیا او سلامتي بېرته راګرځولی شي نو د تایراید د ګولیو خوړو په اړه اندېښنه مه کوئ.
یوه ښځه باید خپلې روغتیا ته ډېر پام وکړي، د خوړو ښه رژیم ولري او په منظم ډول ورزش وکړي.









