پوځي ماهرین: اوکرایین ته د پوځي الوتکو استولو په هکله د پولنډ وړاندیز امریکايي چارواکي حیران کړي
امریکا د پولنډ هغه وړاندیز رد کړی چې وايي، غواړي د شوروي اتحاد جوړې شوې میګ – ۲۹ جنګي الوتکې په جرمني کې د امریکايي هوايي اډې له لارې اوکرایین ته واستوي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کیربي په دې هکله وویل: ''د امریکا متحدو ایالتونو په تصرف کې د جرمني له امریکايي/ ناټو هوایي اډې په اوکرایین کې داسې فضايي حریم ته د جنګي الوتکو استول چې له روسیې سره نښتی، د ټول ناټو اتحاد لپاره د اندېښنې چاره ده.''
د پولنډ دې وړاندیز چې د اوکرایین له لوري یې د روسیې یرغل پر وړاندې د مقاومت لپاره د جنګي الوتکو غوښتنه ترې کړې، امریکا هم له ننګونې سره مخامخ کړې.
د پوځي چارو ماهر برینډان کیارنې بي بي سي ته په دې هکله وویل، د پولنډیانو دې غوښتنې حیران کړی دی.
دی وايي: ''اوکراییني پيلوټان په اسانۍ سره له خپل هېواده پولنډ ته تلای شي او دا الوتکې خپل هېواد ته راوستلای شي، چې اسانه لار یې همدا ده. په اوږده مهال کې د اوکرایین په واک کې د اضافي میګ – ۲۹ الوتکو ورکول ښه خبره ده، خو موږ باید داسې خلک ولرو، چې کېني او پوه شي چې دوی پر څه ډول موضوع خبرې کوي او داسې یو پلان چمتو کړي، چې د عملي کېدو وړ وي.''

د عکس سرچینه، Reuters












