د ډایرېکټر د توپیري خبرو په خلاف د هنرمندې دریځ وستایل شو

ت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تمنا باټیا په بالیووډ او د هند جنوب ته په تافیل سېنما کې رول لوبوي.

د هند په خواله رسنیو کې خلکو د بالیووډ هنرمنه تمنا باټیا د خپل فېلم ډایرېکټر یا لارښود په ضد د څرګندونو له امله‎ ستایلې ده.

د بالیوډ نامي فېلم ډایرېکټر سوراج چې د تمنا باټیا د نوي فېلم کاټي سندايي( د تورې جنګ) لارښود هم دی، د دې فېلم په تړاو خبرو کې ویلي: "فېلم لیدونکي د دې لپاره پیسې ور کوي چې ښځینه اتلې په خورا سینګاري او تېرباسونکي انداز کې ویني، نه په پرده کې د پټې ښځې په څېر".

دغه فېلمي لارښود دا هم ویلي و، دا یې نه خوښېږي چې هنرمنې په دودیز لباس کې ولیدل شي:

"کله چې د فېلم د جامو سکښتونکی د هنرمنې لباس داسې ښکښتي چې تر ټټکیو رسېږي، زه ترې غواړم چې نور یې هم لنډ کړي، که هنرمنه خپه کېږي، زه ورته وایم، چې خلک دا ټولې پیسې د څه لپاره ور کوي".

خو تمنا باټیا په ځواب کې ویلي چې "مېرمنې د هنر ښودلو لپاره دي، نه د ځان ښودلو لپاره له ښځو باید د جنسي توکو په توګه کار وانه خیستل شي.".

نوموړې سوراج پر جنسي تعصب تورن کړی او ترې غوښتي یې دي چې بښنه وغواړي.

لارښود سوراج هم د تمنا باټیا له نیوکو وروسته بښنه غوښتې.

ت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تمنا په هندۍ ټولنه کې د ښځو په تړاو دا ډول څرګندونکې خواشینوونکې بللې دي.

د نوموړي له څرګندونو وروسته تمنا باټیا دا هم وویل، چې له یوولسو کلونو راهیسې د هند جنوب کې د فېلم صنعت کې کار کوي او پر دغه مهال یې تل دغه جامې اغوستې، خو ترې ستړې شوې نه ده.

'دا ډېره خواشینوونکې خبره ده، چې زموږ هېواد کې د ښځو په تړوا په ښکاره دا ډول سپکې خبرې کېږي'.

له تمنا باټیا سره همکاره هنرمنده نیتارا هم پر ډایرېکټر سوراج نیوکه کړې او ویلي یې دي 'د فېلم صنعت یو مسوول کس دا ډول ساده او بې خونده خبرې کوي'.

نیتارا زیاته کړې 'په داسې مهال چې بالیووډ د ښځو د واک او پاموړ عزت جوړولو لپاره د 'پنک' او 'دنګل' په څېر فېلمونه جوړوي سوراج ولې د پیل په غوږ کې ویده دی'.

‌ذ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دې مخکې ان د انډیا ټایمز په نوم مشهورې ورځپاڼې د دیپیکا پاډوکون د سینو په تړاو ټوېټ کړی و.

ځینې خلکو د سوراج په تړاو د تمنا باټیا څرګندنې ستایلې دي.

یوه ټوېټر کارن اسفر لیکلي: 'له دې تاسو دا معلومولی شئ، چې په دا ډول ټولنه کې مشهوره هنرمنه جوړېدل څومره سخت کار دی'.

هغه زیاته کړې 'شاباس تمنا، ستا مېړانې او جرات ته سلام، چې په دې هکله دې خپل غږ پورته کړ'.

په هند کې له دې مخکې هم مشهورې هنرمنې له جنسي تعصب سره مخ شوې دي.

د هند مشهورې ورځپاڼې ټایمز اف انډیا پر ۲۰۱۴ کال د دیپیکا پاډوکون د انځور له ټویټ کولو سره د هغې پر غټو سینو نیوکه کړې وه.

په ځواب کې دیپیکا پاډوکون ټویټ کړه: هو زه ښځه یم، سینې لرم او غټ تي لرم. څه مشکل ور سره لرئ.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاډکون یې په ځواب کې ویلي و، ښځه ده، سینې او غټ تي لري، ورځپاڼه ور سره څه ستونزه لري.