سني لیون ته د لسګونو میلیونو وړاندیز

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي
د سلمان خان په هکله ویل کېږي ، چې هغه هره خبره د زړه له تله او په اخلاص سره کوي، هغه خبره که د دوستي یا دوښمني وي، که څوک یې د دوښمنۍ حد له وویک اوبرای او د دوستۍ پوښتنه له کترینه کیف وکړي.
کترینه کیف ته د سلمان خان په زړه کې ځانګړی ځای شته او څرګندونه یې هم سلمان خان لا د مخه څو ځلې کړې ده. سلمان کترینه خپله ملګرې بولي او دا ملګرتیا څو ځلې زباده شوې هم ده.
هغه که د کترینه د هنري ژوند په برخه کې وي یا هم له رنبیر کپور سره د هغې د اړیکي پرې کېدل، خو سلمان خان له دې سره د یو ښه ملګري په حیث تل یو ځای ولاړ دی.
تېره اونۍ د کرن جوهر په ریالیټي شو ' کافي وید کرن' سلمې برخې ته سلمان او د هغه دوه وروڼه ارباز او سهیل بلل شوي وو، د پروګرام په بهیر کې داړو وروڼو د سلمان په تړاو ځینې رازونه په ډاګه کړل، چې نه یواځې سلمان بلکې لیدونکي یې هم هک پک کړل.
سلمان ویل 'لونډ' او 'سربدال' دی. کله چې وپوښتل شو، له چا سره واده کول، د چا خون اخیستل او له چا سره ملګرتیا غواړي، په ځواب کې یې وویل، دا نه غواړي ووايي، واده له چا سره او خون د چا غواړي، خو دوستي یواځې له کترینه سره غواړي.
په دې یې هم بسنه ونه کړ، بلکې کترینه یې د نورو لوبغاړو په پرتله غوره هنرمنه وبلله، اورېدلي مو وو چې مینه ړنده وي، خو د سلمان دا خبره مې چې واورېده پته ولګېده چې ملګرتیا هم ړنده وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نږدې ۲۷ کاله مخکې په 'مې نې پیار کیا' کې سمن یانې باګیه شري ته په فېلم کې له ریکارډ ماتې بري وروسته د واده ډېر وړاندیزونه وشول، خو هغې رد کړل، مګر له واده وروسته یې له فیلمي صنعت لاس واخیست. د هغه وخت نازکه او شرمېندوکې باګیه شري ته که اوس ۲۷ کاله وروسته ګورې ، هغومره ښکلې او نازکه ده، خو بلکل هغومره شرمیندوکې نه ده.
د هغې د خواله رسنیو پر ګڼون (اکاونټ) نیم بربنډ او پر ځان د باور انځورونه سړي ته یوه بله بهاګیه شري ور پېژني.
بهاګیه شري په یوه تلوېزیوني سریال کې کار کولو سره بېرته هنر ته را وګرځېده او ویې ویل، چې څنګه نورې هنرمندې د بري لپاره کلونه کلونه هڅې کوې، دې په یو فیلم سره دا بری وګاټه، ځکه د بري لپاره لالچ یا حرص نه کوي.
د 'مې نې پیار کیا' د ستوري سلمان خان په تړاو بهاګیه شري وايي، چې اوس هم له سلمان سره ښه اړیکي لري، کله چې وپوښتل شوه که په کوم فېلم کې له سلمان خان سره د خور یا ورور رول ور کړل شي، نو خوښ به یې کړي، نو شري وویل، زه څه چې نور خلک به یې خوښ نه کړي.
څومره عجیبه خبره ده، چې د یوې ستورې( لوبغاړې) شهرت د هغې له عمر سره تړل کېږي، خو اتل( نرینه ستوری) که په پنځوس کلنۍ کې د کالج زدکړیال ښودل کېږي، نو د سپکاوي احسان نه کېږي، کوم پوخ عمره ستوری نه پوښتل کېږي، چې ایا د فیلمي ستورې د مشر ورور یا پلار رول خوښوي؟.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بالیووډ ۵۱ کلن پاچا شاه رخ خان فېلم 'رییس' د جنورۍ پر ۲۷ خپرېږي، د فېلم ټرېلر یا اعلان یې هم شور او غوغا جوړه کړې ده، پر یوټیوب د رییس ټرېلر له خپرېدلو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې یې لیدونکي له ۲۷ میلیونو اوښتي دي.
خو د دې د کشش یوه بله وجه هم د فېلم ځانګړې سندره (ایټم نبمر) ده، هغه هم پر کال ۱۹۸۰ د 'لیلا او لیلا' سندرې بیا جوړول دي، د دې سندرې او سني لیون د شهرت دا حال دی چې له فېلم خپرېدلو مخکې د دې سندرې د ژوندي( په ژوندۍ بڼه) خپرولو لپاره سني لیون ته د کرړونو یا لسګونه میلیونو روپیو وړاندیز شوی دی.
که څه هم شاه رخ خان د دې سندرې له امله له سني لیون مننه کړې، خو ریښتونې مننه باید سني لیون کړې وی، ځکه څومره پیسې به چې راهل ډوهلکیا د دې سندرې له امله هغې ته ور کړې وي، ترې زیاتې د هوټل مالکان سني لیون ته د دې سندرې د ویلو لپاره ور کوي.
له 'رییس' مخکې د عامر خان 'دنګل' فېلم ډګر ته راوتونکی دی، چرته چې رییس د وختېري فېلم دی، هلته دنګل د پهلوان مهاویر سنګ پوګت یو جدي غوراوی دی.

د عکس سرچینه، AAMIR KHAN
په فېلم کې د غېږ نوونکې مها ویر پوګت رول د ګیتا پوګت په نوم فاطمه ثنا شیخ لوبوي او وايي، د تمرین په وخت هغې ته پته ولګېده چې د دې رول لپاره مناسبه نه ده، ځکه غېږ نیولو سره یې جوړه نه ده.
خو له څو تمرینونو وروسته فاطمه ته د ګیتا پوګت رول ور کړل شو، چې په ۲۰۱۰ کال د همګټو هېوادونو لوبو کې د هند لپاره د سرو مډال ګټونکې لومړنۍ هندي پهلوانه وه. فاطمه د فېلمونو لپاره نوې نه ده، هغه د ماشومې هنرمندې په څېر په فېلمونو کې لږ او ډېر رول لوبوي.
فاطمه وايي، دا فشار ور باندې نه و، چې د عامر خان په څېر لوی ستوري سره کار کوي، بلکې خبره دا وه چې هغې ته د پهلوانې ګیتا پوګت په څېر پهلواني کول او غېږ نیول پکار وو ځکه یې باید ډېر زیار اېستلی وی.
خو له عامر خان سره له کار وروسته ښايي فاطمه په دې خبره پوه شوې وي، چې د ښه رول او د هغه د بریالي تر سره کولو لپاره باید هر څوک زیار وباسي او سرښندنه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images








