سنجيدت د ځانمرګي افغان ماشوم په اړه فلم کې لوبېږي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
ډان:
پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې د هند فلمي صنعت وتلي ستوري سنجيدت په داسې يوۀ فلم کې د رول لوبولو پرېکړه کړې چې د يوه ځانمرگي افغان ماشوم په اړه دى.
ورځپاڼه وايي سنجيدت د "تورباز" په نامه دغه فلم کې د داسې يوۀ پوځي رول لوبوي چې د جگړه ځپلو سيمو ماشومانو ته هيله او الهام وربښي.
ټاکل شوې چې د دغه فلم د جوړولو چارې د ٢٠١٧ م کال په نيمايي کې په افغانستان او منځني ختيځ کې پيل شي.
هندوستان ټايمز:

د عکس سرچینه، EPA
هندوستان ټايمز د هند او پاکستان په اړيکو کې د ترينگلتيا نوي پړاو ته کتنه کړې او وايي:
د کشمير په يوري سيمه کې له بريد وروسته د دواړو هېودونو د اړيکو ترينگلتيا کچه له کابو وتلې.
ورځپاڼه وايي د لومړي وزير نرېندرا مودي "بي جي پي" گوند له دې شعار سره واک ته ورسېد چې د پاکستان په وړاندې به ټينگ دريځ خپلوي، او اوس چې راتلونکى کال د هند په پنځو ايالتونو کې ټاکڼې کېدونکې دي حکومت نشي زغملى چې د پاکستان په وړاندې په خپل دريځ کې نافعال وبرېښي.
هندوستان ټايمز زياتوي د هند او پاکستان اړيکو ترينگلتيا د نوې کچې اغېزې به د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله، نومبر مياشت کې د سارک او ډسمبر کې د آسيا د زړه هېوادونو په غونډو کې راڅرگند شي.
اکسپرېس ټريبيون:
پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې "پاکستان او هند ملگرو ملتونو کې مخامختيا لپاره چمتوالى کوي" تر سرليک لاندې مطلب کښلى.
ورځپاڼه وايي لومړى وزير نواز شريف د ملگرو ملتونو ٧١ عمومي غونډې کې د روانې مياشتې پر ٢٢ وينا کوي او تمه ده په کشمير کې له بشري حقونو شوې سرغړونې وځلوي.
د ورځپاڼې په وينا د هند لومړي وزير نرېندرا مودي غونډې ته د نه ورتگ پرېکړه کړې او د هندي پلاوي مشري به د بهرنيو چارو وزيره سوشما سووراج کوي.
آغلې سووراج به د سپتمبر پر ٢٦ غونډې ته وينا وکړي، ټاکل شوې نوموړې د ښاغلي شريف څرگندونې رد او د خپل حکومت دريځ څرگند کړي.
گارډين:
بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې د فرانسې په "کلې" ښار کې يو افغان ماشوم کډوال هغه مهال ووژل شو چې بريتانيا ته تلونکې يوې لارۍ کې يې د سپرېدو هڅه کوله.

د عکس سرچینه،
ورځپاڼه وايي يو بل ماشوم چې وار له مخه د لارۍ پر سر ختلى و، د لارۍ بام ته يې د دغه ١٤ کلن افغان ماشوم د راکېکاږلو هڅه کوله چې لاس يې وښوېد. ماشوم لاندې پرېوت پر سړک روان يوۀ بل گاډي ووهه او وتښتېد.








