د هالیووډ افسانوي لوبغاړې ژاژا ګابور په ۹۹ کلنۍ ومړه

د عکس سرچینه، .
د هالیووډ افسانوي او وتلې لوبغاړې ژاژا ګابور د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوه. د نوموړې مېړه ویلي چې مېرمن یې د زړه د حملې له کبله مړه شوه.
په هنګري کې زیږېدلې ژاژا د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال امریکا ته کډه شوې چې بیا وروسته د سینما په ډګر کې ډېره وځلېده.
ژاژا ګابور د ۱۹۱۷ کال د فبرورۍ پر شپږمه د هنګري بوداپست کې زیږېدلې وه.
هغه په څه باندې ۷۰ فلمونو کې لوبېدلې ده، خو ۹ ځله واده یې تر ټولو لوی خبر و.
اغلې ګابور د لومړي ځل لپاره په ۲۰ کلنۍ او په وروستي ځل په ۷۰ کلنۍ کې واده وکړ.
د هغې په اړه ویل شوي چې 'ژا ژا تر ټولو غوره رول چې لوبولی، خپل شخصي رول یې و.'

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د اغلې ګابور تر ټولو ډېر مشهور فلم د مولن روژ (۱۹۵۲) په نامه و.
ګابور ته په ۱۹۳۶ کال د هنګري د مېرمنې تاج ورپرسر کړل شو، خو وروسته له دې کبله بېرته ترې واخیستل شو، چې ګني د خپلې میندوارۍ په اړه یې عمر دروغ ښودلی و.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP








