د هاليوډ بله ستورې ولوېده

ټېمپل په لومړي ځل درې کلنۍ کې فلمي لوبغاړې وه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ټېمپل په لومړي ځل درې کلنۍ کې فلمي لوبغاړې وه.

د هالیووډ یوه لوبغاړې شیرلي ټېمپل د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوې ده. هغې په ۱۹۳۰ لسیزه کې فلمي نړۍ ته مخه کړې ده.

نومړې ډېره ځوانه وه، چې په "رڼو ‎سترګو"، "ودرېږه" او "خوښي" فلمونو کې ولوبېده.

خو کله چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې فلمونو کې له لوبېدو پر کور کښېناسته، عمر یې ۲۱ کاله و، او ځان یې کانګرس ته د جمهوریت غوښتونکو له ګونده د وکیلې په توګه نوماند کړ.

ټېمپل د تېرې دوشنبې په ورځ د کلیفورنیا ووډسایټ سیمه کې مړه شوې ده.

نوموړې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوې، چې د کورنۍ غړي او دوستان یې ترې راتاو شوي و.

د هغې د کورنۍ له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې "موږ له هغې سره د هغې له لاسته راوړنو ډک ژوند ته خدای پاماني وویله، چې لومړۍ ممثله وه، دیپلوماته شوه او بیا تر ټولو ډېره مهربانه مور او انا شوه".

ټېمپل په ۱۹۲۸ کال زیږېدلې وه، چې په هالیووډ کې د ماشوم لوبېدونکي په بڼه یې ډېر شهرت پیدا کړ.

په لومړي ځل په درې کلنۍ کې د هالیووډ فلمونو پر پردې راښکاره شوه.

ټېمپل ته په ۲۰۰۶ کال د غوره سینمايي کړنو جایزه ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ټېمپل ته په ۲۰۰۶ کال د غوره سینمايي کړنو جایزه ورکړل شوه.

د هغې سندرو، نڅا او تمثیل د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې مینه وال موندلي وو.

هغې ته په ۱۹۳۵ کال هغه مهال چې شپږ کلنه وه، د اوسکار ځانګړې جایزه ورکړل شوې وه.

تر اوسه هغه لاهم لومړنۍ ځوانه ممثله ده، چې جایزه یې ګټلې.

ټېمپل په ټولټال ۴۳ فلمونو کې لوبېدلې ده، خو کله یې چې د عمر ونه په ثمر ورسېده، په ۱۹۵۰ کال بالیووډ کې له لوبېدو شاته شوه.