محمدنبي عیسی خېل په بېګ باش لیګ کې واخیستل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ولي ناصر
- دنده, بي بي سي/ کابل
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د استرالیا په بیګ باش غوره لیګ سیالیو کې د میلبورن رینیګېډز لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.
د میلبورن رینیګېډز لوبډله هڅه کوي سږ د بیګ باش سیالیو اتله لوبډله شي.
د دې لوبډلې لوبډلمشر ارون پینج نن جمعه د سپتمبر ۸مه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، افغان الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل به د ویسټ انډیز د ورو توپ اچوونکي سنیل نارین پر ځای په لوبډله کې لوبه وکړي.
د ویسټ انډيز لوبډلې الراونډر لوبغاړی سنیل نارین د شخصي ستونزو له امله په بېګ باش لیګ سیالیو کې له ګډونه انکار کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي پینج په خپلو خبرو کې د محمد نبي په اړه وویل: "هر څوک یې د لوبې ستاینه کوي."
د استرالیا د کرېکټ بیګ باش غوره لیګ په نړۍ کې ډېر مینه وال لرونکی لیګ ګڼل کېږي.
د رینیګېډز مشر روزونکي اندریو مک ډونلډ ویلي، سنیل نارین ته ښه وخت، خو د خوشالۍ ځای دا دی چې موږ له ځان سره محمد نبي او کیرن پولارډ لرو چې د سږ په (بيبيایل) سیالیو کې به زموږ لپاره ښه وځلېږي.
پتېیل شوې چې ۳۲ کلن محمد نبي د بیګ باش لیګ په لومړنیو ۷ لوبو کې ولوبېږي او په پاتې ۳ لوبو کې به یې پر ځای د سترو شپږیزو وهلو وړتیا لرونکی ویسټ انډيزی کیرون پولارډ لوبه وکړي.
د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو لوبو دریېم الراونډر لوبغاړی اعلان شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په بېګ باش کې د راشد ارمان او محمد نبي په لوبېدو سره به افغانستان یوازینی هېواد وي چې تازه د ټیسټ درجې ته رسي، خو لوبغاړي یې د نړۍ په دغه مشهور لیګ کې د لوبېدو چانس مومي.
تر محمد نبي عیسی خېل وړاندې اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې راشد ارمان به د ۲۰۱۷ کال په بیګ باش سیالیو کې د دوی لپاره لوبه وکړي.










