تور سمندر کې د لوېدلې روسۍ الوتکې د وژل شویو کسانو لوی لټون دوام لري

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې په تور سمندر کې د لوېدلې الوتکې ځای کې د وژل شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون ستر عملیات پیل کړي دي.
په دې عملیاتو کې ۳ زره کسان ګډون لري، چې ۱۰۹ پکې غوټه وهونکي دي. بېړۍ، الوتکې او چورلکې هم پکې برخه لري.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند وویل، پر تیارې سربېره د لټون عملیاتو دوام کړی دی.
د روسيې يوه پوځي الوتکه د تور سمندرګي له سوچي څخه له الوتنې وروسته ورکه شوې. په تېرو څو دقيقو کې روسي رسنيو راپور ورکړی چې د الوتکې پارچې موندل شوې.
د روسيې دفاع وزارت وايي په دغه الوتکه کې د پوځ د تشريفاتو د برخې د یو شمېر غړو په ګډون ۹۲ کسان سپاره وو.
سرچینه وايي، د لوېدلې الوتکې ځینې ټوټې یې موندلې دي، خو هېڅوک پکې ژوندی نه دی پاتې شوی.
'انټرفاکس' خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې ویلي، الوتکه په سیمه ییز وخت د سهار ۵ بجې او ۲۰ دقیقې له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته د تور سمندر د اوبو پر سر له راداره ترۍ تم شوه.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، د الوتکې په سپرلۍ کې پوځیان، د الکسندروف پوځي موسیقۍ د ډلې غړي او نهه خبریالان هم وو.
ښاغلي کوناشینکوف وویل، د لټون لوی عملیات دوام لري.
ویل کېږي الوتکې سوریه کې د روسیې یوې پوځي اډې ته د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره روسي پوځيان لېږدول.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AFP
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د روسیې خبري اژانس ته ویلي، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د پېښې تازه معلومات ورکول کېږي.
روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لوی ملاتړی هېواد دی چې په دې هېواد کې یې د حکومت مخالفو ډلو پرضد هوايي عملیات پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې حکومتي تلوېزیون (روسیه ۲۴) ویلي، د الوتکې د څرک معلومولو لپاره لټون پیل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱۰ کال اپریل کې یوه توپولوف - ۱۵۴ ډوله روسۍ الوتکه د روسیې لوېدیځ سمولینڅک کې ولوېده، چې ۹۶ کسان پکې ووژل شول. په وژل شویو کې د پولنډ ولسمشر لیچ کازنڅکي هم و.
د ۲۰۰۱ اکتوبر کې یوه توپولوف - ۱۵۴ الوتکه د تور سمندر د اوبو پرسر وویشتل شوه چې ۷۸ کسان پکې ووژل شول.
الوتکه د اسرائیلو له تل ابیبه د روسیې نووسیبریسکي ته روانه وه چې ډېری مسافر یې اسرائیلیان وو.
د اوکرایین پوځ په پیل کې پېښه کې له لاس لرلو ډډه وکړه، خو وروسته یې په رسمي توګه ومنله چې الوتکه د پوځي تمرینونو پرمهال لګېدلې ده.
نژدې دوه میاشتې وړاندې د سوریې لاذقیه ولایت کې له حمیمیم هوايي ډګره روسي هوايي ځواکونو ته د "ګټې اخیستو" هوکړه لاسلیک شوه.
حمیمیم هوايي اډه کې تر ډېره روسي پوځيان او پوځي کارکوونکي مېشت دي، خو روسۍ الوتکې ډېره کله د اسانتیاوو له کبله د باسل اسد له نړیوال هوايي ډګره ګټه اخلي.
الکسندروف ډله څوک ده؟

د عکس سرچینه، EPA
- د روسيې د وسله وال پوځ رسمي ډله.
- په ۱۹۲۸ کال جوړه شوې.
- یو ارکسټر او څو نڅاګر لري.
- د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال د "سره پوځ" په ډلې مشهوره وه.
- نوم یې د ډلې د لومړي مشر الکسندر واسیلوویچ الکسندروف له نامه اخیستل شوی.
- الکسندر الکسندروف د پخواني شوروي اتحاد د ملي سرود جوړوونکی و.

د عکس سرچینه، AFP
توپولوف - ۱۵۴ د روسيې د الوتنو د ملا تیر
دغه الوتکې څو لسیزې د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسې د هوايي الوتنو د ملا تېر و
یادې الوتکې درې ماشینونه لري که څه هم تنګې دي خو لنډمهالې الوتنې کوي
دغه الوتکې د تېرې پېړۍ شپېتمې لسیزې نیمايي کې جوړې شوې، په ۱۹۷۲ کال یې کار پیل کړی، بیا په ۱۹۸۶ کال نوي ماشینونه پکې لګول شوي
د یادو الوتکو ۳۹ پېښې رامنځ ته شوې، خو د تخنیکي ستونزو له کبله ډېرې کمې پېښې رامنځ ته شوې
د لبنان، جورجیا او افغانستان په جګړو او شخړو کې ځنې توپولوف - ۱۵۴ الوتکې له منځه تللې دي
د روانې پېړۍ له پیله په تدریجي ډول دغه الوتکې له الوتنو شاته شوې، د روسیې هوايي چلند ایروفلاټ دغه الوتکې په ۲۰۱۰ کال له خدمتي چوکاټه وایستلې. اوسمهال په ټوله نړۍ کې له دغو الوتکو یوازې ۵۰ پاتې دي.









