ترکي ځواکونو د سوریې پر پوله ''روسۍ جنګي الوتکه'' غورځولې

له ترکیې نه رپوټونه وايي، چې ددغه هېواد ځواکونو له سوریې سره پر پوله یوه ''روسۍ جنګي الوتکه'' ویشتلې ده. د روسیې دفاع وزارت ویلي، الوتکه ''له ځمکې نه ویشتل شوې ده''.
ترکي پوځي چارواکو ویلي، ددغې ایف ۱۶ ډوله الوتکې پیلوټاتو ته یې له یوه ډېر ځله خبرداری ورکړ چې د ترکیې هوايي حریم ته ننوتي دي.
د الوتکې د لوېدو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې د سوریې لاذقیه ولایت پر غرونو رالوېدلې.
د 'یوه پیلوټ وژل کېدل'
ترکي رسنیو ویلي، د ویشتل شوې الوتکې یو روسی پیلوټ وژل شوی دی.


د عکس سرچینه، Getty
انټرفاکس خبري آژانس د د روسیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، سوخوی ۲۴ ډوله جنګي الوتکه یې د سوریې په خاوره کې غورځول شوې ده.
دغه وزارت وایي، الوتکه – لکه څرنګه چې اټکل کېږي – له ځمکې ویشتل شوې.
دواړه پیلوټان له الوتکې په ټوپ اچولو توانېدلي، خو اوس د روسیې چورلکې د سوریې په غرونو کې په تري تم شویو روسي پیلوټانو پسې ګرځي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې اناتولیا خبری آژانس ویلي، الوتکه د سوریې شمال لوېدیځ لاذقیه ولایت ترکمان غره په اړونده یوه سیمه کې لوېدلې ده.
روسیې په تېر سپتمبر کې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ په سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړل.
روسیه وايي، د بریدونو هدف یې ''ترهګر'' دي، خو فعالان وايي، د سوریې بمباریو کې د لوېدیځ ملاتړې حکومت مخالفې ډلې په نښه کېږي.
ترکیه چې د اسد سرسخته مخالفه ده، وړاندې هم ګواښ کړی و، چې روسیه او سوریه یې دې پر هوايي حریم تېری نه کوي.
تېره میاشت انقرې وویل، د ترکیې ایف ۱۶ ډوله الوتکو یوه روسۍ الوتکه پر پوله راګیر کړې وه، او د ترکیې دوه الوتکې د یوې ناڅرګندې میګ ۲۹ ډوله الوتکې له خوا ځورول کېدې.

د عکس سرچینه، Reuters








