''مصر کې روسۍ الوتکه د ترهګريز بريد ښکار شوې''

د عکس سرچینه، AP
د روسيې د امنيت مشر وايي په مصر کې روسۍ الوتکه چې ۲۲۴ کسان په کې ووژل شول د ترهګريز بريد له امله لوېدلې ده.
د امنيت مشر الکساندر بارتنيکوف د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ته ويلي ''د بهرنيو چاودېدونکو توکو څرک'' د لوېدلې الوتکې له ټوټو معلوم شوی دی.
ښاغلي پوتين ژمنه کړې هغه کسان به ''پيدا او سزا'' ورکړي چې د سيناء ټاپو د دغې پېښې تر شا يې لاسونه دي.
د اسلامي دولت ډلې يوې څانګې ويلي چې الوتکه دوی راغورځولې ده.
د وژل شويو کسانو نژدې ټول يې روسان وو.
د کرملين په وېبپاڼه کې يوه اعلاميه کې ښاغلي بارتنيکو ويلي، ''بم د الوتکې دننه ځای پر ځای کړای شوی و او ښايي د يوې کيلو په اندازه ټي اين ټي چاودېدونکي توکي په کې کارول شوي وي.''

د عکس سرچینه، EPA
دغې چاودنې د اکتوبر پر ۳۱مه الوتکه په هوا کې ټوټې ټوټې کړه.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي پرته له شکه هغه کسان چې د دغې پېښې مسوول دي و به پېژندل شي.
دی وايي: ''موږ به دوی هر چېرې ولټوو آن په هغو ځايونو کې چې دوی پټېږي. موږ به دوی د ځمکې سيارې په هر ګوټ کې ولټوو او سزا به ورکړو.''
د لوېدلې الوتکې ډېری سپرلۍ روسي سيلانيان وو، چې د مصر له تفريحي ښار شرم الشيخ نه کور ته روان وو.
ښاغلي پوتين ويلي ''په سوريه کې د روسيې بريدونه به نه يوازې دا چې ادامه ولري، بلکې لا به يې پياوړي کړي، ځکه مجرمين پوهېږي چې روسيه خامخا غچ اخلي.''
د روسيې جنګي الوتکې د اسلامي دولت ډلې په ګډون د يو شمېر ډلو پر وړاندې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت ننګه کوي.

د عکس سرچینه، AFP








