' بهرني عوامل ' د الوتکې غورځیدو لامل شوي دي

د عکس سرچینه، EPA
د روسیې کوګالیماویا هوايي شرکت ادعا کړې، چې ' بهرنی فعالیت ' د شنبې ورځې الوتکې غورځیدو پېښې لامل دی.
د دغې ادارې مشر وايي:
'' یوازینۍ مناسبه تشریح یې دا ده، چې ' لامل ' یې بهرنی فعالیت و.''
د کریمیلن یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، چې ترهګرۍ د الوتکې نسکوریدو پېښه کې له پامه نه شي غورځول کېدای.
له دې مخکې د روسیې یوه چارواکي ویلي و، چې د مصر په سینا ټاپو وزمه کې د روسیې نسکورې شوې الوتکې په اړه څېړنه دوام لري او وايي الوتکه پر ځمکې له غورځيدو مخکې هوا کې ماته شوې وه.
د روسیې هوايي چلند ادارې مشر وکتور سوروچینکو په خبره دا به له وخته مخکې وي، چې وویل شي، الوتکه ولې ماته شوې ده.
د یکشنبې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وویل، چې د الوتکې پاتې شوني په نژدې ۲۰ کیلومتره ساحه کې خواره واره پراته موندل شوي دي.
روسیې کې د هېواد د تاریخ تر ټولو ناوړه ملکي هوايي چلند پېښې له کبله یوه ورځنی ویر اعلان شوی و.
بل لور د دغه هېواد د حکومت یوې الوتکې له مصر نه پېښه کې د وژل شویو کسانو له ۱۶۰ ډېر مړي سینټ پيټرسبرګ ته ولیږدول.

د عکس سرچینه، AP
له دې مخکې د پېښې په اړه څېړونکو وویل، چې د ټولټال ۲۲۴ سپرلیو له جملې نه یې د ۱۶۳ کسانو مړي موندلي دي او وايي د تلاش ساحه یې پراخه کړې، چې وکولای شي د الوتکې نور پاتې شوني او مړي ومومي.
د روسیې ګلیماویا هوايي شرګت دغه ایربس ۳۲۱ ډوله الوتکه د مصر حسانا نومي سارايي سیمې کې وغورځیده او پکې موجود ټول ۲۲۴ کسان ووژل شول.
تر اوسه ۱۶۳ مړي موندل شوي، خو دا چې ځینې مړي د الوتکې له پاتې شونو ډېر لرې موندل شوي دي، ځکه د لټون ساحه تر ۱۵ کیلومتره پورې پراخه کړل شوې ده.
چارواکو د الوتکې دواړه ' تور بکسونه ' او د الوت ډیټا هم موندلې او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
روسیې او مصر دواړو د اسلامي دولت ډلې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د دوی وسله والو دغه الوتکه راغورځولې ده.
له دې مخکې سینا ټاپو وزمه کې د اسلامي دولت نومي ډلې څانګې پر ټولیزو رسنیو ادعا کړې وه، چې دغه ملکي الوتکه دوی ویشتلې ده.
د مصر لومړي وزیر د اسلامي دولت ډلې ادعا رد کړې وه او وايي زیات ګومان دا دی، چې د پېښې لامل به تخنیکي ستونزه وي.
لومړی وزیر شریف اسماعیل وايي ماهرینو تایید کړې، چې الوتکې ۳۱ زره فوټه لوړ پرواز کاوه او په داسې حالت کې د هغو وسلو په وسیله چې اسلامي دولت ډله یې د کارولو ادعا کوي د الوتکې په نښه کول ممکن نه دي.
بل لور ته دریو هوايي شرکتونو، الامارات، ایر فرانس او لفتهانزا ویلي د نورو جزیاتو راتلو تر مهاله به د سینا سیمې د پاسه الوتنې نه کوي.
۔ ۔








