روسیې له مصر نه تر اوسه ''۱۱ زره روسي سیلانیان ایستلي''

د عکس سرچینه، AP
روسیه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له مصره خپل ۱۱ زره وګړي را ایستلي دي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ارکادي دورکویچ وویل، تمه لري نور هم راوباسي. بریتانیا هم له مصره د ۳۵۰۰ سیلانیانو د ایستلو اعلان کړی.
تر هغه وروسته چې له روسیې سره اندېښنې پیدا شوې چې د سیناء د پاسه لوېدلې الوتکه ښایي په بم غورځېدلې وي او الوتکې یې وځنډولې، په مصر کې تر ۸۰ زره پورې روسان بند پاتې وو.
د ۲۲۴ وژل شوو سپرلیو په یاد مراسم په سانت پیترزبورګ کې پر ځای شول.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP
د پلټونکې ډلې غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په سلو کې ۹۰ باوري دی چې د الوتکې په کابین کې ثبت شوی غږ د بم دی.
په مصر کې د روسي سیلانیانو شمېر نژدې ۸۰ زره و، چې ډېری یې په شرم الشیخ او الغردقة سیمو کې و.
روسیې د تېرې جمعې په ورځ مصر ته د خپلو الوتنو ځنډولو اعلان وکړ.
بریتانویان په شرم الشیخ کې څو ورځې د ستنېدو په تمه وو.

د عکس سرچینه، AP
د بریتانیا حکومت ویلي، ډېرې کمې الوتکې د سره سمندر پر سر شرم الشیخ ته د الوتو لپاره چمتو وې.
رویټرز وايي، له مصر نه د بریتانویانو ایستل شاید لس ورځې وخت ونیسي.
اټکل دی چې د سیاحت او لېږدونې شرکتونه د وګړو ایستلو لپاره وخت وغځوي.

د عکس سرچینه، Reuters









