روسیې له مصر نه د خپلو وګړو ایستل پیل کړل

د عکس سرچینه،
د مصر سیناء ټاپووزمه کې د روسۍ الوتکې له لوېدو او د ۲۲۴ کسانو له وژل کېدو وروسته، د روسیې حکومت له مصر نه د شاوخوا ۴۵ زرو روسي وګړو پر ایستلو کار کوي، چې نیمايي یې په شرم الشیخ کې دي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د تیلېفون له لارې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مصر ته د روسي الوتنو د بندېدو په اړه خبرې کړې دي.
د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي "مصر ته د روسي الوتنو د درېدو په درشل کې، د تېرې جمعې پر ماخوستن دواړو ولسمشرانو تیلېفوني خبرې وکړې".
سرچینه زیاتوي "دواړو ولسمشرانو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د امنیتي چارواکو او ملکي الوتنې د مسؤولینو ترمنځ به همغږي او همکاري پیاوړې شي، چې په دې سره په مصر کې د روسي سیلانیانو او وګړو امنیت خوندي شي او د لوېدلې روسۍ الوتکې د څېړنو اجرآت لا ډېر پیاوړي شي".

د عکس سرچینه، Reuters
د کرملین له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړه غاړې هیله لري چې "ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ د عادي الوتنو لپاره زمینه برابره شي".
د روسیې ولسمشر د جمعې پر ماخوستن پرېکړه کړې چې د امنیت یو پلاوی مصر ته مصر ته د الوتنو د ځنډولو چاره وڅېړي، چې هدف یې په سیناء ټاپووزمه کې د روسۍ الوتکې د لوېدو لاملونه لا نور روښانه شي.
د کرملین ویاند دیمیرتي بیسکوف ویلي، تر هغو چې د الوتکې د لوېدو لاملونه په ډاګه شوي نه وي، مصر ته به نور روسان سفر ته نه پرېښودل کېږي.
"انټرفاکس" خبري آژانس د یوه روسي چارواکي له قوله ویلي، د "ایروفلوټ" شرکت اړونده الوتکه د تېرې جمعې پر ماخوستن د قاهرې هوايي ډګر ته تشه ولاړه چې له شرم الشیخ نه روسان ولېږدوي.
د بریتانویانو ایستل

د عکس سرچینه، AP
پر همدې مهال، د مصر شرم الشیخ ته د تللو بریتانوي سیلانیانو لومړۍ جوپه تېره شپه د لندن ګاتویک هوايي ډګر ته ورسول شوه.
مصري چارواکو د بریتانیا هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړې وه، چې بریتانوي سیلانیان وباسي، خو د الوتنو شمېر یې له ۲۹ څخه اتو ته راټیټ کړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA
بریتانیا هڅه کوي چې له شرم الشیخ نه نژدې شل زره موجود بریتانویان وباسي. د جمعې په ورځ په شرم الشیخ هوايي ډګر کې یوډول ګډوډي رامنځ ته شوې وه، او سلګونو سیلانیانو هڅه کوله چې ژر د مصر له دغه سیاحتي ښار نه ووځي.
پر دغه هوايي ډګر سلګونه روسي سیلانیان هم سره راغونډ شوي وو، او د روسي الوتکو د راتګ په انتظار وو.
د ترکیې، په ګډون ګڼو نورو نړیوالو هوايي شرکتونو هم شرم الشیخ ته د امنیتي ملحوظاتو له کبله خپلې الوتنې ځنډولې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP








