پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کلیزه؛ زيلېنسکي وايي، موږ هر څه وګالل، موږ به ګټونکي یو

زيلېنسکي

د عکس سرچینه، Office of the Ukrainian President

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

''اوکرایین نه خو مات شوی، نه تسلیم شوی او پوهېږي چې هر سبا په دې ارزي چې باید مقاومت ورته وشي. ''

دا د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلېنسکي خبرې دي چې په خپله وروستۍ وینا کې یې کړې. نوموړي پر اوکرایین د روسیې یرغل په هکله په همدې وینا کې وویل: ''دا د نه ماتېدو کال دی، د نه ماتېدو له غوصې ډک کال. موږ به دا کال د بري لپاره هر څه کوو. ''

نوموړي له خپلو پوځیانو، روغتیاپالانو، رضاکارو او د اوکرایین له بهرنیو متحدینو مننه وکړه چې د روسیې یرغل پر وړاندې یې د مقاومت لپاره په هڅو کې برخه اخیستې. نوموړي وویل: ''موږ د ټولو ګواښونو پر وړاندې کلک ولاړ یو، د توپخانې پر وړاندې، د کلسټر بمونو، کروز توغندیو، کامیکاز ډرونونو، برېښنايي پرچاوۍ او سختې یخنۍ پر وړاندې، موږ تر دې هم پیاوړي یو. ''

یو کال مخکې پر همدې ورځ روسيې پر خپل ګاونډي هېواد اوکرایین بشپړ پوځي یرغل وکړ او له دې سره له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل په اروپا کې یوه لویه جګړه پیل شوه.

له هغه وروسته لسګونه زره کسان ووژل شول، بشپړ ښارونه وران، ویجاړ شول او میلیونونه کسان له خپل کور، کلي وتښتېدل.

تازه رپوټونه وايي، چین په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرو بیا پیلېدو غوښتنه کړې. د یادونې ده چې چین د اوکرایین په کړکېچ کې ځان د بې پرې لوري په توګه ښيي.

بیجینګ په دې هکله یوه ۱۲ مادییز لیک کې د اتومي وسلو پر نه کارېدلو ټینګار کړی او لومړی ټکی یې دا دی چې باید د ټولو ملتونو ملي حاکمیت ته درناوی وشي. چین دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ''د سړې جګړې مهال ذهنیت '' پرېږدي او هغه ''ټول یو اړخیز بندیزونه لېرې کړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه دي منظور کړي. ''

Pro-Russian separatist tanks in Donetsk region, Sep 2015 file pic

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دونیڅک سیمه کې روسیه پلوي بېلتونپال، ۲۰۱۵ کال ارشیف تصویر

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پر اوکرایین د روسیې پوځي یرغل کالیزې ورځې درشل کې هغه پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړ چې پر اوکرایین د روسیې یرغل غندي.

دا پرېکړه لیک د جګړې درېدو او له اوکرایینه د روسي‌ ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

۱۴۱ هېوادونو دا پرېکړه لیک تایید کړ، ۳۲ ممتنع رایې وکارولې او د روسیې په ګډون یوازې ۷ مخالفی رایې ورکړې.

د روسیې او اوکرایین اړیکي له تاریخي پلوه پېچلي دي. اوکرایین په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته خپلواک هېواد شو او په تدریجي ډول اروپايي ټولنې او لوېدیځوالو ته نژدې شو.

روسیې پرلپسې لوېدیځوالو او د دوی پوځي اتحاد ناټو ته د اوکرایین له نژدې کېدو سره مخالفت کاوه.

اوکرایین

د عکس سرچینه، State Border Guard Service of Ukraine / PA Media

د عکس تشریح، د اوکرایین پوله ساتو ځواکونو له لوري په اخیستل شويو امنیتي کمرو تصویرونو کې روسي پوځیان لیدل کېږي چې د کریمیا له لوري اوکرایین ته ننوځي. ارشیف تصویر

پوتین په ځانګړي ډول تر کلونو پورې د یوه ځانګړي ملت په توګه د اوکرایین مخالفت کاوه او د ۲۰۲۱ کال په یوه اوږده لیکنه کې یې وویل چې روسیان او اوکرایینیان د یوه ملت خلک دي.

له هغه وروسته چې ۲۰۱۴ کې د اوکرایین روسیه پلوی ولسمشر ویکتور یانکویچ د څو میاشتو پراخو احتجاجونو له کبله له واکه ګوښه شو، پوتین پرلپسې تور پورې کاوه چې اوکرایین د سخت دریځو لاس ته لوېدلې.

روسیې هغه مهال غبرګون داسې وښود چې د اوکرایین سویل کې یې د کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې وتړله او له هغه وروسته د اوکرایین په ختیځ کې روسي پلوه بېلتونپالو جګړه پیل کړه چې نژدې ۱۴۰۰۰ کسان پکې ووژل شول.

۲۰۲۱ کال کې بیا پوتین د اوکرایین پولې ته نژدې ګڼ شمېر روسي پوځونه ځای پر ځای کړل.

پوتین د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکرایین د پوځي یرغل امر وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوتین د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکرایین د پوځي یرغل امر وکړ.

پوتین تر میاشتو پورې پر اوکرایین د خپلو پوځونو د یرغل پلان درلودل ردول، خو بالاخره یې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه خپلو ځواکونو ته د یرغل امر وکړ.

نوموړي پر ناټو تور پورې کړ چې د ''یو ملت په توګه د روسیې راتلونکی ګواښي. ''

امریکا متحدو ایالتونو له اوکرایین سره د روسیې پر پوله د پوځي تمریناتو شتون پر اوکرایین د روسي یرغل پلان چمتو کېدل بلل، خو پروسږکال تر همدې ورځې خورا لږ کسانو داسې باور کاوه چې روسیه به داسې وکړي، چې ویې کړل. همدا رنګه خورا لږ کسانو فکر کاوه، اوکرایین به دومره ډېره موده مقاومت وکړي، چې ویې کړ.