سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه

ښځه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سعودي هغه لومړنی دولت دی چې پر ښځو یې د موټر چلولو بندیز لګولی.

د سعودي شهزاده طلال بن عبدالعزیز تمه لري، چې سعودي ښځو ته د راتلونکې اپرېل میاشتې له پیله د هېواد پر سړکونو د موټر چلولو اجازه ورکړله شي.

نوموړي د ماشومتوب او ودې د عربي شورا ناسته کې د ګډون پرمهال دا هوکړه لاسلیک کړه. دغه نا حکومتي عربي شورا د عرب ماشومانو په تړاو ناستې کوي چې مرکز یې قاهره کې دی.

عبدالعزیز ددې شورا د ادارې مشري پرغاړه لري.

د ځینو خلیجي ورځپاڼو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ژر به سعودي ښځو ته د موټر چلولو قانون اعلان شي.

سعودي هغه لومړنی دولت دی چې پر ښځو یې د موټر چلولو بندیز لګولی.

سعودي کې د ښځو فعالانې له ډېر وخت راهیسې په هېواد کې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو غوښتنه کوي او ځینو یې ان دغه بندیز مات کړی او د سعودي پر سړکونو یې موټر چلولي دي.

که څه هم سعودي کې د ښځو له خوا د موټر چلولو د بندیز کوم قانون نه شته، خو پولیسو یې پر موټر چلولو بندیز وضع کړی دی.

د سعودي حکومت د ښځینه ګومارلو لپاره اوس هوډ کړی، چې په ټولنیز ژوند او کار کې ورګډې کړل شي، خو ټینګار یې دا دی چې "په کور کې د ښځو د کارونو پرځای هغوی په دفتر کې کار وکړي".

د سعودي د کار وزارت په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، له لیرې او کور کې کار کولو لپاره به ښځو ته تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۴۱ زره دندې رامنځ ته کړل شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې سعودي ښځې د مسلکي کارونو مخته بېولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخېږي، لکه د دوی لېږدول او د کورني مسؤولیتونه.

شهزاده ولید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شهزاده ولید وړاندې هم سعودي کې د ښځینه موټرچلوونکو پر بندیز نیوکه کړې وه

د ۲۰۱۶ کال وروستیو کې د سعودي عربستان یوه شهزاده ولید بن طلال په هېواد کې ښځینه موټر چلوونکو ته د موټر چلولو اجازې غوښتنه کړې ده.

دغه میلیاردر او سعودي سوداګر ویلي، دا کار باید د اقتصادي اړتیا په رڼا کې او ښځو ته د حق ورکولو په پار وشي.

شهزاده اټکل کوي چې د سعودي یوه کورنۍ هره میاشت خپل ګاډي چلوونکي ته ۳۸۰۰ ریاله (چې زر ډالر کېږي) لګوي.

شهزاده وايي، بهرني ګاډي چلوونکي هر کال د سعودي له ملي اقتصاد نه میلیاردونه ریاله د حوالو په بڼه وباسي.