سمیه جبرتي د ورځپاڼې لومړنۍ ښځینه مشره

سمیة جبرتي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، جبرتي په جده کې د پاچا عبدالعزیز پوهنتون له انګلیسي څانګې لیسانس ترلاسه کړی، خو خپل کاري ژوند یې په یوه ورځپاڼه کې د ژباړنې په توګه پیل کړی.

په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د سمیة الجبرتي په نامه یوه مېرمن د یوې ورځپاڼې د مسولې مدیرې په توګه ټاکل شوې ده.

د سعودي (ګېزېټ) په نامه انګلیسي ژبې ورځپاڼې پر خپلې وېبپاڼې اعلان کړی، چې مېرمن جبرتي به د اوسني مدیر خالد المانع ځای ونیسي.

نوموړي لیکلي، چې مېرمن جبرتي دا څوکۍ په خپل لیاقت خپله کړې او هغه یې یوه ژمنه خبریاله بللې ده.

مېرمن جبرتي دا یوه ښه بریا بللې ده.

په سعودي عربستان کې ډېر ملایان د سړو او ښځو په یوه دفتر کې د کار کولو مخالف دي.

دا لومړنۍ سعودۍ مېرمن ده، چې د یوې سعودي ورځپاڼې مشري کوي.

د "سعودي ګېزېټ" په نامه ورځپاڼه انګلیسي کې خپرونې لري، چې آغلې جبرتي یې مخکې مرستیاله مشره وه.

الجبرتي په رسنیز ډګر کې نژدې ۱۷ کاله تجربه لري، چې په انګلیسي او عربي ژبو کې پوره تجربه لري.

جبرتي په جده کې د پاچا عبدالعزیز پوهنتون له انګلیسي څانګې لیسانس ترلاسه کړی، خو خپل کاري ژوند یې په یوه ورځپاڼه کې د ژباړنې په توګه پیل کړی.

په ځینو برخو کې وروستیو کې سعودي مېرمنو ته د کار او مسؤولیت سپارلو اجازه ورکړل شوې ده.

سعودي عربستان د موټر چلولو په ګډون د ښځو پر ځینو فعالیتونو بندیز لګولی دی.

سعودي عربستان د نړۍ هغه لومړنی هېواد دی چې د ښځینه وو له خوا یې د موټر پر چلولو بندیز لګولی.

تېر کال شاوخوا ۱۷ زره کسانو هغه عریضه لاسلیک کړ، چې په کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو حق غوښتل شوی و او یا دا چې هغوی ته د موټر چلولو د حق نه ورکولو لامل په ډاګه کړل شي.

ينې سعودي ښځې وايي، چارواکو پر چلوونکو ښځو خپل فشار راکم کړی دی.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې په جده کې قضايي ارګان اعلان وکړ چې د قانون د سرغړاوي په تور یوه ۳۵ کلنه موټر چلوونکې محاکمه کوي.

دغې ښځې، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي له موټر چلولو پرته یې بله چاره نه لرله، هغه دا چې باید روغتون ته تللې وای او د تلو پرمهال یې نژدې خپلوان هم نه درلود.

<link type="page"><caption> منال الشریف </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2013/10/131026_hh-saudi_warns_women.shtml" platform="highweb"/></link>چې د ښځو د پاڅون د مؤسسې غړې او ګاډی چلوونکې ده، وايي ددوی له پاڅون سره ۱۰۲۳ ښځې یوځای شوې دي.

منال الشریف

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، منال الشریف چې د ښځو د پاڅون د مؤسسې غړې او ګاډی چلوونکې ده، وايي ددوی له پاڅون سره ۱۰۲۳ ښځې یوځای شوې دي.

ځينې سعودي ښځې وايي، چارواکو پر چلوونکو ښځو خپل فشار راکم کړی دی.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې په جده کې قضايي ارګان اعلان وکړ چې د قانون د سرغړاوي په تور یوه ۳۵ کلنه موټر چلوونکې محاکمه کوي.

دغې ښځې، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي له موټر چلولو پرته یې بله چاره نه لرله، هغه دا چې باید روغتون ته تللې وای او د تلو پرمهال یې نژدې خپلوان هم نه درلود.

منال الشریف چې د ښځو د پاڅون د مؤسسې غړې او ګاډی چلوونکې ده، وايي ددوی له پاڅون سره ۱۰۲۳ ښځې یوځای شوې دي.