سعودي ملا د خپلې لور په وژنې ۶۰۰ دُرې وهل کېږي

د سعودي عربستان یو ملا د خپلې پنځه کلنې لور د شکنجې او وژنې په تور په اتو کلونو بند او ۶۰۰ دُرو وهلو محکوم شوی دی.
د روان کال په لومړیو کې د فیحان الغادمي قضیه د نړې په ګڼو رسنیو د لوی سرلیک ځای نیولی و، ځکه چې د سعودي محکمې هغه خوشی پرېښی و.
د ماشومانو ځورونه
د لمی الغامدي د شکنجې کیسه د ځینو روغتونونو له ثبت شويو ریکارډونو راووتله، چې تر مړینې ۱۰ میاشتې مخکې یې هلته درملنه شوې وه.
د هغې یوه ډډه ماته شوې وه، یوه ګوته یې سېځل شوې او ککرۍ یې وهل شوې وه.
هغه په یوه قوطي او د برېښنا په مزیو وهل شوې ده.
دغه نجلۍ داسې مهال ځورول شوې، چې له خپل پلار سره اوسېده، او پلار یې له خپلې ښځې (د نجلۍ له مور) جلا شوی و.
د بي بي سي نیوز د عربي چارو اډیټر سبستیان اشر وايي، دغې قضیې د سعودي په ټولنه کې له ماشومانو سره له ناوړه معاملې پرده پورته کړې ده.
سعودي چارواکو له ماشومانو سره د ناوړه چلند په باب د همکارۍ په موخه د تیلېفون یوه وړتیا کرښه هم اعلان کړې ده.

یوې فعالې عزیزة الیوسف د ''زه لمی یم''، په نامه کمپیان کې بي بي سي ته وویل، له دې پرېکړې ناراضه ده، بلکې تورن الغامدي ته یې د اعدام د سزا تمه لرله.
خو د لمی مور دیت منلی، چې مخکې یې دیت رد کړی و.
دیت یې له دې کبله منلی، چې په پیسو یې خپل پاتې ماشومان لوی او وروزي، همدا ده چې الغامدي یې له مرګه ژغورلی دی.
یوې بلې فعالې، <link type="page"><caption> منال الشریف</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/07/110723_hh-saudi-womendrivers.shtml" platform="highweb"/></link> هم بي بي سي ته ویلي له دغې پرېکړې نارضایت ښوولی دی.
خو هغې ویلي چې ''زه لمی یم'' کمپاین او پر حکومت نړیوال فشار چارواکي دې ته اړ کړي، چې د کورني تاوتریخوالي ضد قانون وضع کړي، خو وايي، چې د دغه قانون په تطبیقېدو شکمنه ده.








