د مکې مکرمې یوه جومات کې د ۱۴ کلن افغان زلمي 'ځانوژنه'

د سعودي عربستان ځینو رسنیو ویلي، چې یوه افغان زلمي د مکې مکرمې یوه جومات اودس ځای کې ځان وژلی دی.
د سعودي ''دارالاخبار'' په نامه وېبپاڼې لیکلي، چې ۱۴ کلن افغان زلمي د مکې مکرمې العتیبه جومات د اوداسه ځای کې ځان وژلی.
د مکې مکرمې د پولیسو مطبوعاتي ویاند زکي الرحیلي ويلي، امنیتي کسانو ته خبر ورغی، چې یوه زلمي د جومات اوداسه ځای کې ځان پر دسمال ځړولی دی.
دوی وايي، چې د پولیسو تر پلټنې وروسته روښانه شوه، چې دا کس چا نه دی وژلی.
دوی وايي چې د وژل شوي عدلي طب ازموینه یې هم کړې، او اوس د مړو ساتلو په ځای کې دی.
د روان اګست پر لسمه هم د سعودي عربستان طایف ښار کې د اختریزو اورلوبو پرمهال یو ۱۷ کلن <link type="page"><caption> افغان زلمی</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/08/130810_hh-fireworks-blast-killed-afghan.shtml" platform="highweb"/></link> وژل شوی و.
سعودي ورځپاڼو ویلي، دغه ځوان یوه پارک کې د اورلوبې پرمهال وژل شوی.
د لوېديځ طایف ښار د دغې پېښې په اړه د سعودي "سبق" ورځپاڼې لیکلي چې "چاودنه هومره زوروره وه، چې د دغه زلمي ماغزه یې وشیندل، او پرځمکه تیت پرک شول.. طبي کارکوونکو د هغه د مغزو راټولولو پرمهال لیدل شوي".
ویل کېدل، د وژل شوي ځوان ورور دغه پارک کې د اورلوبې ننداره جوړه کړې وه، چې اړوندو چارواکو یې د خطر په اړه هم ورته ویلي وو، خو ده یې خبرې بابیزه وبللې.








