سعودي کې اورلوبې ۱۷ کلن افغان زلمی وژلی

د سعودي عربستان طایف ښار کې یو افغان د اورلوبې پرمهال وژل شوی.
د سعودي عربستان یوې ورځپاڼې لیکلي، چې دغه ۱۷ کلن افغان ځوان د اختر په رخصتۍ یوه عام پارک کې په اورلوبه بوخت و، چې اور وچاودېد او ماغزه یې تیت پرک کړل.
ویل کېږي، چې طبي کارکوونکو د دغه افغان زلمي پرځمکه شیندل شوي ماغزه راټول کړل.
د لوېديځ طایف ښار د دغې پېښې په اړه د سعودي "<link type="page"><caption> سبق</caption><url href="http://sabq.org/kzAfde" platform="highweb"/></link>" ورځپاڼې لیکلي چې "چاودنه هومره زوروره وه، چې د دغه زلمي ماغزه یې وشیندل، او پرځمکه تیت پرک شول.. طبي کارکوونکو د هغه د مغزو راټولولو پرمهال لیدل شوي".
"سبق" ورځپاڼې لیکلي، دغه افغان زلمي د پاچا فهد روغتون ته پر لاره ساه ورکړه، چې په سینه هم سخت ټپي او سوځېدلی و.
ویل کېږي، د وژل شوي ځوان ورور دغه پارک کې د اورلوبې ننداره جوړه کړې وه، چې اړوندو چارواکو یې د خطر په اړه هم ورته ویلي وو، خو ده یې خبرې بابیزه وبللې.




