سعودي کې انټرنټي فعال په بند او دُرو محکوم شوی

يو انټرنټي فعال چې په سعودي عربستان کې يې د مذهبي ازاديو غوښتنه کړې وه، وايي په اووه کاله بند او ۶۰۰ دُرو محکوم شوی دی.
رايف بدوي د 'سعودي د ازادو لېبرالانو شبکې' وېبپانې له بنسټګرو څخه دی او په دغه پاڼه کې خلک خپل نظريات خپروي.
ښاغلی بدوي تېر کال نيول شوی و.
د ښاغلي بدوي د مدافع وکيل په وينا، د دوشنبې په ورځ د 'جولای ۲۹مه' محکمې ويلي هغه پاڼه چې ده جوړه کړې 'مذهبي څېرې په کې مسخره کېږي' او 'عمومي امنيت په خطر کې اچوي.'
د بښنې نړېوال سازمان دغه انټرنټي فعال يو سياسي زنداني بولي او په سملاسي ډول يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
رايف بدوي لومړی په 'ارتداد' تورن و، چې په عربستان کې يې سزا، اعدام ده.
د بشری حقونو پلويان په سعودي عربستان کې د ازادۍ د نشتوالي له امله پر دغه هېواد نيوکه کوي.
له حده سخته سزا
د دغه زنداني وکيل، وليد ابو الخير بي بي سي ته وويل چې ښاغلي بدوي په محکمه کې ټينګار کړی، چې مسلمان دی، خو قاضي ته يې ويلي: "دا د هر چا خپله خوښه ده چې ايمان لري او که يې نه لري."
د ده وکیل وايي، پر ښاغلي بدوي د هغو اندونو له امله تورونه پورې شوي چې پر پاڼه يې ليکلي دي او په هغه کې يې غوښتي چې په سعودي کې دې مذهبي افراطيت کم شي.
مدافع وکيل ابو الخير وايی چې د محکمې پرېکړه 'له حده زياته تنده' ده.
دی وايي د محکمې له لوري د ښاغلي بدوي پر پرېکړه به بيا تجديد نظر وکړي.
په سعودي عربستان کې د بيان پر ازادۍ محدوديتونه او دغه راز په دغه هېواد کې پر شيعه لږکيو محدوديتونو په وروستيو کلونو کې د نړېوالو سازمانونو نيوکې له ځانه سره لرلې دي.








