سعودي ملکه امریکا کې "د انسان قاچاق" تورنه شوې

العیبان د تېرې چارشنبې په ورځ نیول شوې.
د عکس تشریح، العیبان د تېرې چارشنبې په ورځ نیول شوې.

یوه سعودي ښځه مشاعل العیبان، چې ځان ملکه بولي، د امریکا کلیفورنیا ایالت کې تر نیول کېدا وروسته د انسانانو په قاچاق تورنه شوې ده.

د کلیفورنیا چارواکو ویلي چې دوه څلوېښت کلنې العیبان خپله کینیایۍ خدمتګاره په ورځ کې ۱۶ ساعته کار کولو ته اړ کړې ده.

ویل کېږي، چې هغې د خپلې خدمتګارې پاسپورت قید کړی دی.

په تېر نومبر کې کلیفورنیا د انسانانو په قاچاق سخت بندیزونه ولګول.

که چېرې العیبان پړه وخېژوله شي، شاید ۱۲ کاله بندي شي.

څارنوال وايي، العیبان د شهزاده عبدالرحمن بن ناصر بن عبدالعزیز آل سعود مېرمنه ده.

"غلامي"

د کینیا یوې بلې نامعلومې ښحې له العیبان سره تېر کال سعودي عربستان کې کار کړی دی.

په قرارداد کې دغې ښځې ته دوه کاله د کار لیکل شوي دي.

خو څارنوال وايي، موافقه داسې شوې وه، چې د ۱۶۰۰ ډالرو میاشتني معاش مقابل کې به هغه د ورځې اته ساعته کار کوي، خو دوه برابره کار ترې اخیستل شوی او میاشت کې ایله ۲۲۰ ډالر ورکړل شوي.

د کینیا دغه مېرمن وايي، چې مخدومې یې سعودي عربستان کې پاسپورټ قید کړی، او ایله هغه مهال یې ورکړی، چې کورنۍ یې امریکا ته سفر وکړ.

العیبان د تېرې چارشنبې په ورځ نیول شوې.

د تورنې وکیل سټیف باریک ویلي "زما موکله داسې عمل ته اړ شوې، چې غلامۍ ته ورته دی، په ازادۍ یې هېڅ نه شوای کولای، ټول حقونه یې ترې اخیستي، شاقه کار یې ورباندې کړی، خو مقابل کې یې ناچیز مزدوري ورکړې ده".

تورنه د قضایه قوې تر لومړۍ جلسې وروسته د پنځو میلیونو ډالرو مقابل کې په ضمانت خوشې شوې ده.