د سعودي بېدیا کې د قطر یوه جوړه له تندې مړه شوې

د سعودي عربستان سوېل کې د قطر یوه جوړه –میړه او ښځه- د لارې تر ورکولو وروسته د سختې تندې له کبله مړه شوي شوي دي.
د عربستان امنیتي کسانو مړه شوې ښځه خپل ګاډي ته څېرمه موندلې ده، خو د هغې د مېړه مړی یې د هیلیکوپټر پرمټ د ښځې له مړي ۱۰ کیلومتره لیرې موندلی دی.
په دغه بېدیا کې د تودوخې درجه ۵۰ سلنې ته لوړېږي.
مېړه او ښځې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه اخیستې، خو تر پایه د اوبو په موندلو نه دي توانېدلي.
د سعودي عربستان دغه سیمه په وچه صحرا مشهوره ده، چې هېڅوک هم هلته د ژوند کولو زړه نه نیسي.
باور دی، چې په دغه بېدیا کې داسې ښارونه تر رېګ لاندې شوي، چې اوږدوالی یې ان تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورې رسېږي.
اریانوونکې لا دا ده چې دغه سیمه د نړۍ د تېلو له ډېرو بډایو ځایونو څخه ده.
راپور وايي، چې د قطر دغو دوو وګړو پخپل ګاډي کې د سپرلۍ پرمهال لاره ورکه کړې ده، او پر دې هم پوهېدلي، چې هلته ورک شوي بیا نه دي راستانه شوي.








