د سعودي شاهزاده، د مېلې لګښټ ۲۰ میلیونه ډالر

رپوټونو کې ویل شوي، چې د فرانسې پلازمېنې پاریس ته څېرمه ډزنيلنډ تفریحي مرکز کې یوه سعودي شهزاده نژدې ۲۰ میلیونه ډالر مصرف کړل.
شهزاده فهد السعود د مې له ۲۲ تر ۲۴ پورې ټول ډزنيلینډ پارک په بیه نیولی و. نوموړی د شهادت نامې تر لاسه کولو وروسته د خوښي نمانځلو لپاره دغه ځای ته ورغلی و.
د ډزنيلنډ د چارو مسوولې کمپنۍ یورو ډزني چارواکو ویلي، چې سعودی شهزاده د دریو ورځو لپاره ټول پارک نیولی و.
د یورو ډزني په وینا دغه ځای کې ځیني کسان او شرکتونه دغه ډول شخصي جشنونه نمانځي.
د ډزنیلنډ مسوولینو د فرانسې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د سعودي شهزاده د جشن لپاره ځانګړې نندارې ترتیب شوې وې، چې نایاب ډزني کرکټرونو هم په کې برخه درلوده.
د شرکت په خبره د شهزاده فهد لپاره د امنیت ځانګړي تدبیرونه نیول شوي وو.
د ۱۹ نیم میلیونه ډالرو په دغه جشن کې یو شمېر کسان د شهزاده ملګري وو.
د یادونې ده، چې هر کال نژدې ۱۶ میلیونه کسان دغه ځای ته د تفریح لپاره ورځي.
خو د یورو ډزني شرکت مسوولین وايي دغه شرکت په ۱۹۹۲ کال کې د پارک له جوړولو راهیسې له دغه ځایه ګټه نه ده تر لاسه کړې.
د دوی په وینا د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتوکې ۱۲۱ میلیونه یورو او د وړم کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۹ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره تاوان کړی.








