د سعودي ټویټر کاروونکو "دنیا او اخرت خوار دی"

د سعودي عربستان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مشر عبداللطیف ال الشیخ د خواله رسنیو پر کارکوونکو کلکې نیوکې کړې دي.
د نوموړي نیوکه تر ټولو ډېره د ټویټر پر سعودي کاروونکو وه.
الشیخ ویلي "هغه څوک چې ټویټر کاروي، په حقیقت کې خپله دنیا او اخرت پلوري".
په سعودي عربستان د ټویټر کاروونکو شمېر په ډېرېدو دی، چې د سعودي چارواکو اندېښنې هم ورسره په ډېرېدا دي.
په سعودي عربستان کې د خواله رسنیو پر کارونې نیوکې ډېرې شوې.
د خواله رسنیو په وېبپاڼو کې د سعودي پر واکمن نظام سختې نیوکې کېږي.
ال الشیخ ویلي، چې ټویټر "د هغو کسانو لپاره، چې نور شغل نه لري، د بې کاره فعالیتونو یو ځای ګرځېدلی دی".
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې دا نیوکې وروسته تر هغو رامخې ته شوې، چې د ریاض سیمې امیر د خواله رسنۍ د فکر اوښتون په برخه کې یوه فعاله وسیله بللې وې.
ال الشیخ ویي چې "د خواله په رسنیو کې پر هېواد برید د ګاونډیو مغرضو هېوادونو په لمسون ترسره کېږي، چې په لړ کې یې د خلکو ابرو له منځه وړل کېږي، شتمنۍ او کورنۍ تیت پرک او سره جلا کېږي".








