سعودي خپله اونيزه رخصتي جمعې او شنبې ته بدلوي
سعودي پرېکړه کړې چې خپله اونيزه رخصتي جمعې او شنبې ته بدله کړي.
پاچا عبد الله په يو فرمان کې د دغه بدلون په اعلانولو سره ويلي له لاسه تلليو فرصوتو سره چلن لپاره دغه ګام ته اړتيا وه.
د سعودي سوداګرو سمدلاسه د دغه بدلون هرکلی کړی، او د خپل هېواد اقتصاد لپاره يې ګټور بللی دی.
تېره مياشت د عمان له لوري ورته ګام وروسته، سعودي د خليج يوازينی هېواد و، چې اونيزه رخصتي يې پنجشنبه او جمعه وه.
محافظه کاره ملايانو د دغه ډول بدلون مخالفت کاوه، او دا يې د لوېديځوتوب نښه بلله.




