سعودي مېرمنو لاهم احتجاج ته دوام ورکړی
په سعودي عربستان کې فعالان وايي څه د پاسه شپېتو مېرمنو د موټر چلولو په تړاو رسمي خبرداري ته پام نه دی کړی او د مېرمنو پر گاډي چلولو د لگېدلي بنديز پرضد يې احتجاج کې ونډه اخيستې.
د دغې شمېرې ناپېيلى پخلى لا نه دى شوى.
خو پر انټرنېټ په خپرو شويو ويډيويي انځورونو کې يو کم شمېر مېرمنې تر سترگو کېدې چې گاډي يې چلول.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت فعالانو ته پر ټيلېفون خبردارى ورکړى و چې که په احتجاج کې گډون وکړي، نو له نامالومو سزاوو سره به مخامخ شي.
د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې يوۀ سعودي سړي دغو اعتراضونو ته داسې غبرگون وښود:
"يوه مېرمنه په عزت او پت کې ژوند کوي، له موږ سره د يوې ملکې په توگه خپل ژوند تېروي، د هغې ټولې غوښتنې او اړتياوې پوره کېږي، نو ولې بايد د گاډي چلولو سرخوږى پر ځان واخلي".
د موټر چلولو په برخه کې د مېرمنو د حقونو فعالان وايي اوولس زره کسانو د دغه بنديز د لرې کولو لپاره يو احتجاج ليک لاسليک کړى دى.




