پاچا عبدالله ګاډی چلوونکې ښځه له درو وژغورله

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز هغه ښځه چې په هېواد کې پر ښځو د ګاډي چلولو د لګول شوي قانون په سرغړونه تورنه شوې وه، بښلې ده.
یوه حکومتي چارواکي ویلي، چې د سعودي پاچا ښځې ''امیرة الطویل'' پر خپل ټویټر وېبپاڼه د شیماء د بښنې خبر خپور کړی دی.
د ولید بن طلال ښځې ملکې پر خپل ټویټر ویبپاڼه لیکلي ''د خدای شکر دی چې شیماء له درو وهلو وژغورل شوه.''
نوموړې زیاتوي: ''زه باوري یم چې د سعودي ټولې ښځې ښه ژوند وکړي.''
مخکنی راپرو
سعودي عربستان وايي يوه ښځه یې له دې کبله په درو وهلو محکومه کړې، چې په هېواد کې د ښځو له خوا د موټر چلولو له قوانینو یې سرغړونه کړې ده.
محکمې په ساحلي ښار جده کې په تېر جولای کې دغه ښځه د قانون د ماتولو په تور ونیوله.
شيماء چې پخپله د سعودي اوسېدونکې ده، دا مهال د محکمې سزا ته په انتظار ده، خو حقوقي ډلې په دغه هېواد ښځو ته د ګاډي چلولو د اجازې ورکولو په پلوۍ هلې ځلې کوي.
محکمې دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه، چې څو ورځې وړاندې د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز وویل، د ۲۰۱۵ په ټاکنو کې ښځې د رای ورکولو حق لري.
د ویلو ده چې د سعودي په یو شمېر ښارونو کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز لګول شوی، او پر چارواکو ددغه قانون د بدلولو فشار هم شته.
په تېره مۍ کې یوې فعالې نجلاء الحريري په ډاګه د ګاډي چلول پیل کړل، او د جدې پر سړکونو یې ګاډي چلولو ته دوام ورکړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service
۴۵ کلنې نجلاء وویل، دې کار ته د منځني ختيځ هېوادونو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ولسي پاڅونونو له کبله وهڅول شوه.
نوموې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو: ''اوس زموږ تله درنه ده... زه د ګاډي چلولو حق لرم.''
نجلاء له لبنان او مصر څخه د ګاډي چلولو دوه لیسنسونه ترلاسه کړي، همدارنګه دا وايي چې له اروپا څخه یې هم د ګاډي چلولو نړیوال لیسنس ترلاسه کړی.
آغلې الحریري ټينګار کوي چې ''هېڅ داسې قانون نه شته چې پر ښځو د ګاډي چلولو بندیز ولګوي، بلکې دا یو ټولنیز دود دی چې وايي ښځې د ګاډي چلولو وړتیا نه لري.''
راپورونه وايي، سعودي چارواکو له نجلاء پوښتنې ګروېږنې پيل کړې او قضیه یې محکمې ته حواله کړې ده.








