ایا ایران هرمز تنګی تړلی شي او پر نړۍ به یې اغېز څه وي؟

A satellite image of the Strait of Hormuz, between the Persian Gulf and the Gulf of Oman

د عکس سرچینه، Stocktrek / Getty Images

د عکس تشریح، د فارس او عمان خلیجونو ترمنځ د هرمز تنګي یو سټیلایټ تصویر
    • Author, د خبري څانګې خبریالان
    • دنده, بي بي سي فارسي څانګه

د اسرائیل او ایران تر منځ د توغندیو متقابلو ګوزارونو سره داسې اندېښنې ډېرې شوې، چې ښايي ایران د هرمز تنګي تړلو هڅه وکړي، چې د سمندري بارچالانۍ مهمه لار او په نړۍ کې د تېلو لېږدولو تر ټولو سترو لارو یوه ده.

د ټولې نړې پینځمه برخه خام تېل له همدې لارې لېږدول کېږي، په دې ځای کې یې سور ایله ۴۰ کیلومتره دی. د ایران سمندري ځواکونو قوماندان ویلي، هېواد یې ښايي د دې تنګي پر تړلو غور وکړي.

د برېتانوي استخباراتي ادارې ایم ای۶ پخواني مشر سر الیکس ینګر هم له بي بي سي سره پر دې موضوع خبرو کې دا تر ټولو ناوړه وضعیت وباله، چې د دې سمندري چېنل تړل کېدل هم پکې شامل دي:

''د تنګي تړل کېدل به ښکاره ده، چې د تېلو پر بیو د اغېز له کبله یوه اقتصادي ستونزه وي.''

ایراني ځواکونه د فارس خلیج ورځې په مناسبت په هرمز تنګي کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Atta Kenare / Getty Images

د عکس تشریح، ایراني ځواکونه د فارس خلیج ورځې په مناسبت په هرمز تنګي کې لیدل کېږي.

د هرمز تنګي له لارې څومره تېل لېږدول کېږي؟

د انرژۍ معلوماتو امریکایۍ اداره (اي ای اې) مسوولین د اټکل له مخې وايي، چې د ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې هره ورځ نژدې ۲۰ میلیونه بېرله تېل له دې لارې لېږدول کېدل.

دا د انرژۍ هغې سوداګرۍ له حسابه نژدې ۶۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري، چې د سمندرونو له لارې کېږي.

په دې لار کې خنډ به د تېلو پر نړیوال طلب او رسد پاموړ اغېز وکړي، چې سملاسي انعکاس به یې په بیو کې راڅرګند شي.

ماهرین وايي، د اسرائیل او ایران تر منځ د تاوتریخوالي ډېرېدل به دې لړ کې لا زیات ناوړه عواقب ولري.

د دوی په وینا دا تر نورو هېوادونو پورې غځېدلای شي، چې امریکا هم پکې شکېل کېدای شي، چې د خلیجي هېوادونو پر تېلو تکیه کوي.

هرمز تنګی څومره لنډه ساحه ده؟

هرمز تنګی د ایران او عمان تر منځ یو سمندري چېنل دی.

د دې داخله او ترې وتلو ځای نژدې ۵۰ کیلومتره سور لري او په منځ کې یې تر ټولو د تنګ ځای سور نژدې ۴۰ کیلومترو ته رسېږي.

خو یوازې په منځنۍ برخه کې یې اوبه دومره ژورې دي، چې د لویو کښتیو تېرېدو لپاره بسنه کوي.

د سمندري ګرځښت لارښود د وتلو، ننوتلو لپاره یو- یو خوندي کرښه ښيي، او د دې دوو زونونو تر منځ په ځانګړې توګه د درنو تېل لېږدونکو کښتیو لپاره یو بفر زون یا حایله ساحه ده.

په ټول کې درنې کښتۍ باید دلته له داسې یوې ساحې تېرې شي، چې سور یې ایله ۱۰ کیلومترو ته رسېږي.

کله چې تېل لېږدونکې کښتۍ فارس خلیج ته ننوځي، دوی د ستر او کوچني تونب ټاپوګانو ته نژدې کېږي، چې د ایران او عرب هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه سیمه ده.

ډېری ماهرین په دې اند دی، چې پوځي اقدام به د سمندري بارچالانۍ مخه نیول وي. د ایران او عراق تر منځ د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو تر منځ همداسې شوي وو.

ایران د هرمز تنګی دې سټیلایټ تصویر په سر کې موقعیت لري، چې قشم ټاپو او متحده عرب امارات یې سویل لور ته دي.

د عکس سرچینه، Gallo Images via Getty Images

د عکس تشریح، ایران د هرمز تنګی دې سټیلایټ تصویر په سر کې موقعیت لري، چې قشم ټاپو او متحده عرب امارات یې سویل لور ته دي.

یوه دفاعي نظریه؟

ماهرین وايي، د اتومي وسلو درلودلو په څېر به د دې تنګي تړل هم د ایران لپاره 'د مخنیوي ځواک' په معنی وي.

هغسې چې نړیواله ټولنه له اوږدې مودې راهیسې د ایران پوځي اتومي پروګرام مخالفت کوي، مهمو نړیوالو قدرتونو بیا بیا ویلي، دوی به تهران ته اجازه ور نه کړي، چې خپل ستراتيژیک موقعیت د انرژۍ نړیوال لېږد پر وړاندې د خنډ په توګه وکاروي.

ماهرین بیا ډېری مهال وايي، ایران ښايي په موقت ډول تنګی وتړي. خو ډېری بیا ډاډ څرګندوي، چې امریکا او متحدین یې کولای شي د پوځي قوت له لارې د سمندري تګ راتګ لړۍ روانه وساتي.

ایران څنګه د هرمز تنګی تړلی شي؟

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک خورا چټکې کښتۍ لري، چې پر مټ یې کولای شي هرمز تنګي کې خنډونه رامنځته شي.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک خورا چټکې کښتۍ لري، چې پر مټ یې کولای شي هرمز تنګي کې خنډونه رامنځته شي.

د امریکا کانګرېس یو څېړنیز رپوټ چې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شوی ښيي، چې ښايي د ایران فعالیت تدریجي وي، چې لاندې پړاونه پکې شامل وي.

  • پرته له دې چې د سرغړونې پایلې په څرګنده توګه بیان کړي، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو بندیز اعلانول.
  • داسې اعلان کول چې تېرېدونکې کښتۍ معاینه یا ضبط کېدای شي.
  • پر کښتیو د خبرداري ډزې کول.
  • له پوځي ځواک سره د ځانګړو کښتیو په نښه کول.
  • په هرمز تنګي او فارس خلیج کې د سمندري ماینونو ځای پر ځای کول.
  • د سوداګریزو او نظامي کښتیو په نښه کولو لپاره د اوبتلونو او توغندیو کارول.
د عراق ایران جګړې پر مهال ۱۹۸۷ کال کې پر ادریاندي نومې بېړۍ برید وشو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د عراق ایران جګړې پر مهال ۱۹۸۷ کال کې پر ادریاندي نومې بېړۍ برید وشو.

د ایران او عراق جګړې پر مهال ایران د تیلو ټانکرونو پر وړاندې د 'ورېښمو چینجی' ډوله توغندي ځای پر ځای کړل او د خلیج په اوبو کې یې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي وو.

له همدې ماینونو نه یوه د یواېس اېس سامویل نومې بېړۍ بي رابرټس په نښه کړه، چې د متحده ایالاتو پوځي غچ یې واخیست.

ایران د هرمز تنګي په بشپړه توګه تړلو کې پاتې راغی،خو. د بار وړلو بیمې پریمیم یې د پام وړ لوړ کړ او د خلیج په وتلو کې یې ګران سمندري ګڼه ګوڼه رامینځته کړه.

A US Navy helicopter from the USS CHANDLER moves in to rescue crew members aboard the Cypriot flagged 210,000-tonne tanker Pivot during the 1980-1988 Iran-Iraq war

د عکس سرچینه، Norbert Schiller via Getty Images

د ایران پوځي وړتیاوې

پر ایران د اسرائیل له هوايي بریدونو دوې ورځې مخکې چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د هغه مهال قوماندان تورن جنرال حسین سلامي پکې ووژل شو، هغه د هرمز تنګي کې د سمندري ځواکونو له قطعاتو څخه یې لیدنه کړې وه.

ده د فارس خلیج او د دې شاوخوا سیمې د ایران اسلامي جمهوریت د خورا مهمو دفاعي زونونو څخه د یو په توګه وباله.

ده په ځانګړې توګه د ډېر سرعت توغندیو ویشتونکو کښتیو ته اشاره وکړه چې له دریو دقیقو څخه په کم وخت کې د ۱۰ کیلومتره سفر کولو وړتیا لري.

Then Commander in chief of Islamic Revolutionary Guard Corps (IRGC), Major General Hossein Salami, looks on while attending a ceremony for commemorating the anniversary of the death of a Quds force commander in Tehran, on 20 December 2022

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

د عکس تشریح، جنرال حسین سلامي د جون پر ۱۳مه د اسرائیل په یوه برید کې په تهران کې ووژل شو.

جنرال سلامي وویل چې دا چټکې بریدګرې الوتکې، درنې جنګي کښتۍ او توغندي به په دفاعي عملیاتو کې وکارول شي. هغه د کښتۍ ضد سمندري ماینونه هم "سمندري جګړه کې له خورا پرېکنده وسلو" د یوې په توګه یاد کړل.

سلامي وویل چې سمندري ډرونونه "د واټن، وړتیاو او ماموریت تنوع له مخې" زیات شوي دي.

شنونکي څه وړاندوینې کوي؟

کارپوهان وړاندوینه کوي چې ایران به ښايي د هغو ۳۰۰۰ یا له دې هم ډېرو بېړیو مخنیوي لپاره چې هره میاشت په دې اوبو کې سفر کوي، یوه له خورا اغېزمنو لارو څخه دا وي چې د چټکو بریدګرو کښتیو او اوبتلونو په کارولو سره ماینونه ځای پر ځای کړي.

د ایران منظم سمندري ځواک او د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه ښايي پر بهرنیو جنګي بېړیو او سوداګریزو بېړیو بریدونه پیل کړي.

بل لور لویې پوځي بېړۍ ښايي په ځواب کې د اسرائیل یا متحده ایالاتو د هوایی بریدونو لپاره اسانه هدف شي.

د ایران چټکې کښتۍ ډېری وختونه په بېړۍ ضد توغندیو سمبال وي، او دا هیواد د اوبو سطحې کښتۍ، نیمه اوبتلونو او اوبتلونو لړۍ هم لري.

اوسمهال د سمندري تعقیب وېب پاڼې چې د سپوږمکیو تصویرونه کاروي د دې هېواد سویلي سمندري پولو ته نږدې د ایراني پوځي کښتیو خوځښتونو راپورونه ورکوي.

Iranian military vessels in the Strait of Hormuz

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایراني ځواکونو د چټکو کښتیو په ګډن څو ډوله کښتۍ کاروي.

د تنګي تړل کېدل به کوم هېوادونه سخت اغېزمن کړي؟

د تحلیلي شرکت وورټیکسا یوه څېړنه ښیي چې سعودي عرب هره ورځ شاوخوا ۶ میلیونه بېرله خام تیل د هرمز تنګي له لارې صادروي، چې د بل هر ګاونډي هېواد پرتله ډېر دي.

چین، هند، جاپان او سویلي کوریا د خامو تېلو د هغو مخکښو واردونکو څخه دي چې له دې لارې تېرېږي.

د اروپايي اتحادیې د ارزونې اداره (اي ای اې) اټکل کوي چې په ۲۰۲۲ کال کې، شاوخوا ۸۲ سلنه خام تېل او کنډنسیټونه (د ټیټ کثافت مایع هایدروکاربنونه چې معمولا د طبیعي ګاز سره وي) له دې تنګي وتلي او اسیايي هېوادونو ته لېږدول شوي وو.

د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر ۱۶مه د ایران پر دافع هوايي د اسرائیل له توغندیزو بریدونو یوازې درې ورځې مخکې، د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د سویلي کوریا د ولسمشر یون سک یول له قوله وویل چې د دې هېواد د تېلو ۶۰ سلنه د هرمز تنګي له لارې تیریږي.

د اروپايي اتحادیې د ارزونې اداره وايي چې متحده ایالات هره ورځ شاوخوا اووه سوه زره بېرله خام تېل او کنډنسیټونه له همدې تنګي له لارې واردوي، چې د تېلو د ټولو وارداتو نږدې ۱۱سلنه او د پټرولو مصرف درې سلنه ده.

د اروپا د تېلو ټولیزه برخه چې د دې تنګي له لارې لېږدول کېږي، په ورځ کې له یو میلیون بېرلو څخه کمه ښکاري.

په داسې حال کې داسې ښکاري چې عربي او اسیایي هېوادونه د هرمز تنګي د احتمالي تړل کېدو له امله د متحده ایالاتو یا اروپایي هېوادونو پرتله ډېر زیانمن کېدای شي، چې په سیاسي توګه په وروستي شخړه کې له اسرائیل سره یوځای شوي دي.

یو شمېر اسیایي هېوادونه له ایران سره ښې یا ان نږدې اړیکې لري.

د چین اغېز

An aerial photo shows a brightly lit oil refinery at night in Binzhou, East China's Shandong Province, on 16 February 2023. (Photo credit should read CFOTO/Future Publishing via Getty Images)

د عکس سرچینه، CFOTO / Future Publishing via Getty Images

د عکس تشریح، د چین د تېلو تصفیې کارځایونه د هرمز تنګي له لارې لېږدول شوې پاموړ کچه تیل پروسس کوي.

چین د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو تېلو له لویو مصرفوونکو یو دی. د دې تېلو یوه مهمه برخه د ایران لخوا د نړیوال بازار بیو پرتله په ټیټه بیه پلورل کیږي، چې دا چاره له تهران سره د متحده ایالاتو د سختو بندیزونو په مقابله کې مرسته کوي.

داسې ډېر احتمال نه ښکاري، چې د ایراني تېلو د یو لوی مصرف کوونکي په توګه به بیجینګ د تېلو د بیو لوړوالي یا د بارچالانۍ پر وړاندې خنډونو ته خوشحال وي.

تمه کیدی شي چې چین به د دې حیاتي انرژۍ دهلیز د تړلو مخنیوي لپاره خپل بشپړ دیپلوماتیک اغېز وکاروي.

د انرژۍ مشورتي ادارې آوټ لوک مشاورینو شریک انس الحاجي سي این بي سي ته وویل، د هرمز تنګي تړل به ښايي د ایران متحدینو ته د هغه د دښمنانو پرتله ډېر زیان ورسوي.

ده وویل: "دوی (ایرانیان) نه غواړي داسې یو څه وکړي چې لومړی ځان ته زیان ورسوي."

A supertanker in the Persian Gulf, to the West of the Gulf of Hormuz

د عکس سرچینه، Chip Hires via Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ تېلو پینځمه برخه د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي.

آیا بدیلې لارې د بندیز مخه نیولی شي؟

د هرمز تنګي تړلو دوامداره ګواښ په دا وروستیو کلونو کې د خلیج تېلو صادرونکي هېوادونه وهڅول چې بدیلې صادراتي لارې ولټوي.

د اي ای اې راپور له مخې، سعودي عرب خپل ختیځ-لویدیځ پایپ لاین فعال کړی، چې ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده نلیکه ده، چې هره ورځ تر ۵ میلیون بېرلو پورې د خامو تېلو لیږدولو وړتیا لري.

په ۲۰۱۹ کال کې، سعودي عرب په موقت ډول د خامو تېلو لېږدولو لپاره د طبیعي ګاز پایپ لاین بیا جوړ کړ.

متحده عربي اماراتو د تېلو خپلې داخلي په عمان خلیج کې له فجیره بندر سره د پایپ لاین له لارې غوټه کړې، چې هره ورځ ۱.۵ میلیون بېرله ظرفیت لري.

د ۲۰۲۱ کال په جولای کې ایران د ګوره-جاسک پایپ لاین پرانیست، چې موخه یې د عمان خلیج ته خامو تېلو لېږدول دي. دا نللیکه اوسمهال په ورځ کې شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ بېرله تېل لېږدولی شي، خو راپورونه ښیي چې ایران لا تر اوسه دا کار نه دی کړی.

د چاپېریال د ارزونې اداره اټکل کوي چې دا بدیلې لارې کولی شي په ګډه هره ورځ شاوخوا ۳.۵ میلیونه بېرل تېل ولېږدوي، چې د هغو خامو تېلو شاوخوا ۱۵ سلنه برخه ده، چې اوسمهال د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي.