د غزې پر جبالیا د اسرائیلو عملیاتو کې ۱۵۰ تنه وژل شوي

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د غزې تړانګه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د تړانګې په شمال کې د اسرائیلو وروستیو عملیاتو کې د وژل شویو خلکو شمېر تر اوسه نژدې ۱۵۰ تنو ته رسېدلی.

جبالیا غزه کې د بې‌ځایه شویو خلکو تر ټولو لوی کمپ دی.

اسرائیلو ادعا کړې، په دې عملیاتو کې لسګونه وسله‌وال وژل شوي او د دوی زېربناوې یې ویجاړې کړې دي.

نن ګهیځ د اسرائیلو پوځ د جبالیا سوېلي سیمو اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو امر کړی و او دا یې یوه "خطرناکه جنګي سیمه" بللې ده.

اسرائیلو وروستیو ورځو کې هلته ځمکني عملیات پیل کړي چې وايي د حماس غړي پکې دي.

وړاندې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي وو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسرائیلو بریدونو له کبله ۴۹ تنه وژل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي‌، چې همدې موده کې اسرائیلو پر غزې پنځه ځلې بریدونه کړي‌ دي.

د غزې د روغتیا وزارت پر بنسټ د ژغورنې عملیات دوام لري او خلک لا هم تر وېجاړیو لاندې دي.

د دوی د اټکل له مخې د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۴۲۱۷۵ کسان وژل شوي او ۹۸۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.

له دې مخکې د فرانسې خبري‌ اژانس اې ایف پي (AFP) خبر ورکړی و، چې د جمعې په ورځ (۱۱/۱۰/۲۰۲۴) په جبالیه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۰ تنه ووژل شوي دي.

یاد خبري اژانس غزه کې د حماس د ملکي دفاعي ادارې په حواله ویلي و، پر جبالیه ښار او د کډوالو پر کمپ د جمعې په ورځ د اسرائیلو د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د دې ادارې د ویاند له قوله یې لیکلي، چې پر ښار باندې برید پر ځایي وخت د شپې پر نهو بجو او ۴۰ دقیقو وشو، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل او ۱۴ نور لادرکه دي او داسې ښکاري چې لادرکه کسان لا هم له وېجاړیو لاندې دي.

Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د غزې په شمال کې د حماس د ملکي دفاعي ادارې مشر هم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي و، چې ۱۸ تنه په څو بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

د یاد مشر په خبره دې پېښه کې هغه بریدونه هم شامل دي، چې د بې ځایه شویو پر پناه ځای یا کمپ باندې شوي دي.

د جمعې په ورځ په جبالیه کې د اسرائیلو په برید کې وژل شوي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

انځورونه ښيي، چې وژل شوي او ټپيان د الاحلي بپتست روغتون ته وړل شوي دي.

بلخوا د حماس پوځي څانګه بیا وايي، پر دوو اسرائيلي ټانکونو يې بريدونه کړي دي.

د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډز خپل د تلګرام په یوه پوست کې لیکلي، چې د غزې په سویل کې الجنینا سیمې ته څېرمه پر دوو اسرائیلي مرکاوا ټانکونو او یوه بلدوزر برید کړی دی.

په ورته وخت کې د اسرائیلو پوځ د غزې په ښار کې د دي فایف ( D5) سیمې د تخلیه کولو امر کړی.

Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ای دي ایف (IDF) د غزې په شمال دي فایف سیمې کې پر فلسطینیانو غږ کړی، چې ژر تر ژره له سیمې ووځي.

د دې ځواکونو ویاند اویچای ادرایی په اېکس پاڼه لیکلي، چې ټاکل شوې سیمه "یوه خطرناکه جنګي" سیمه ګڼل کېږي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې سمدستي دې د صلاح الدین د واټ له لارې له یادې سیمې ووځي.