ملګري ملتونه: اسرائیل په بیروت کې د غزې جګړې تکتیکونه کاروي

d

د عکس سرچینه، EPA

د بي‌بي‌سي خبریال نیک بییک، چې د اسرائیلو په شمال کې دی وايي، اسرائیل لبنان ته د استول شویو پوځيانو شمېرې نه شریکوي خو د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ دا شمېر له ۱۵ زرو اوښتی دی.

د اسرائیل د پوځ څلورمه فرقه اوس په شمالي پوله کې فعالیت کوي او داسې ښکاري چې ښایي زرګونه نور سرتېري هم د لبنان ځمکنۍ جګړې ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو مخکې ویلي وو، په لبنان کې دننه محدودو عملیاتو لپاره کم شمېر سرتېري استوي.

رپوټونه وايي، اسرائیل همدا راز پام کې لري چې د حزب‌الله پر مرکزونو عملیاتو لپاره خپل ځواکونه د مدیتراني سمندر ځنډو ته نږدې هم ځای پر ځای کړي.

په دې لړ کې له عامو خلکو غوښتل شوي چې په سمندر کې د وړو بیړیو له سپرلۍ ډډه وکړي.

هممهاله په لبنان کې د ملګرو متلونو درېیو ادارو اندېښنه څرګنده کړې چې د اسرائیلو له خوا د غزې په جګړه کې کارول شوي تکتیکونه اوس په بیروت کې هم کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د سملاسي اقدام غوښتنه کړې، چې په بیروت کې د غزې جګړې ته د ورته "عذاب" مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بیروت ښاروال عبدالله درویش له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې بیروت ښار نور بې ځایه شویو خلکو لپاره ځای نه لري.

نوموړی زیاتوي:" که اوربند وشي، په بیروت به دا فشار را کم شي، او که اوربند و نه شي بیروت نور زغم نه لري."

f

ښاروال له دې وړاندې ويلي وو چې په بیروت کې نور خوندي ځای پاتې نه دی.

د ښاغلي دروېش په وینا د دغه ښار ټول ښوونځي او نورې عامه ودانۍ له بې ځایه شویو کورنیو ډکې شوې.

جګړې لپاره د اسرائیلو دا نوی چمتووالی داسې مهال دی چې لا له وړاندې د لبنان له سویله ګڼ شمېر خلک نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په بیروت د اسرائیلو له بریدونو سره د دوی ګڼ شمېر روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.

په سیمه کې د دغه نړیوال سازمان یوه چارواکي ډاکتر حنان ویلي، یوازې تېره اونۍ یې پر یوه ورځ ۲۸ روغتیایي کارکوونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د هغه په وینا د بیروت په سویل کې ۹۶ روغتیايي مرکزونه او تاسیسات تړل شوي او پنځه یې د زیانمنېدو له امله له فعالیته لوېدلي دي.

د جګړې تازه حال

d

د عکس سرچینه، Reuters

دا ټولې اندېښنې داسې مهال دي چې اسرائیلو او حزب‌الله پر بل ګوزارونو ته دوام ورکړی.

د اسرائیل دفاعي ځواک وايي، په تازه هوايي بریدونو کې یې د بیروت سویل هغه سیمې بمبار کړي چې په وینا یې د حزب‌الله پوځي مرکزونه پکې وو.

د پوځ ویاند یې وایي، د بیروت سویل د حزب الله پیاوړی سنګر دی نو ځکه یې پرې درانه ګوزارونه جاري ساتلي.

دغه ګڼ مېشته سیمه ډېر وخت د ملکي مرګژوبلې شاهده هم وي.

بلخوا حزب‌الله بیا د اسرائیلو شمال کې پر حیفا او کریوت ښارونو ګڼ شمېر توغندي توغولي دي.

د دغو توغندیو شمېر تر سلو پورې ښودل شوی.

د اسرائیلو پوځ وایي ۸۵ توغندي یې له توغول کېدو سملاسي وروسته شنډ کړي دي.

له دې سره د اسرائیلو پوځ دا ادعا هم کړې چې د حزب الله دویم مشر "هاشم صفی الدین" ښایي د تېرې اونۍ هوايي برید کې وژل شوی وي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند وایي، د حزب الله ډېر نور جګپوړي مشران یې هم له منځه وړي دي.

حزب الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.