"د لبنان د نن سبا معما"؛ هاشم صفی‌الدین او اسماعیل قاآني چېرته دي؟

هاشم صفي الدين

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هاشم صفي الدين
    • Author, نفیسه کوهنورد
    • دنده, بيروت

"هاشم صفی‌الدین چېرې؟ مړ دی که ژوندی"، د دې پوښتنې ځواب لا هم نشته او دې ته ورته پوښتنې د ایران د قدس ځواک د قومندان اسماعیل قاآني په اړه هم شته.

د لبنان د پلازمېنې بیروت په سوېلي څنډه د اسرائيلو له درنې بمبارۍ څو ورځې تېرېږي؛ هغه بمباري چې د پنجشنبې ورځې په مازدیګر وشوه.

ځینو اسرائيلي سرچینو راپور ورکړی چې په دغه برید کې د حسن نصرالله د ماما زوی او د هغه احتمالي ځایناستی هاشم صفی‌الدین "وژل شوی". دغه سرچينې وايي، ښاغلی صفی‌الدین د بیروت په سويلي څنډو کې په هغه ودانۍ کې "له څو نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره" یو ځای په یوه غونډه کې و چې بمبار وشو.

سره له دې چې ګڼو رسنیو د اسرائیلي او امریکايي "امنيتي سرچینو" له قوله د هاشم صفی‌الدین د وژل کېدو او حتی د "حزب‌الله د سرچینو" له خولې د دغه خبر د تائيد راپورونه ورکړي، خو حزب‌الله دا موضوع په رسمي ډول نه تاييد کړې او نه رد کړې.

دغو خبرونو ته د حزب‌الله یوازینی غبرګون د دوو ورځو وړاندې ګونګه اعلامیه وه.

د حزب‌الله د رسنیو دفتر په دغه وینا کې د "حزب‌الله د سرچینو له قوله د دغې ډلې د چارواکو او شخصیتونو د برخلیک اړوند خبرونه" رد کړل او ویې ویل چې "په حزب‌الله کې سرچینه یا سرچینې نشته. حزب‌الله لازم معلومات د رسمي ویناوو له لارې خپروي".

دغه پیغام وروسته له هغې خپور شو چې فرانسې خبري آژانس "د حزب‌الله سرچینو" له قوله راپور ورکړی چې د ښاغلي صفی‌الدین وژل کېدل تائيد شوي.

خو دا چې ولې حزب‌الله د دغو چارواکو وژل کېدل نه ردوي ښايي یو لامل یې د هغې غونډې د ځای سخته ویجاړي وي او دا چې د هغې د شاوخوا سیمو د سختې بمبارۍ له امله د ژغورنې او مرستې ډلو ونشو کولی چې هغه ځای ته ځان ورسوي او ویجاړۍ لیرې کړي.

حزب‌الله ډېر کله تر هغې تائید هم نه کوي چې جسد موجود وي. لکه څرنګه چې د حسن نصرالله او له هغه وړاندې د حزب‌الله د دویم کس او لوړپوړي قوماندان فواد شکر د وژل کېدو په اړه له ټولو راپورونو او حتی د اسرائيلو پوځ له تاييدیو سره سره حزب‌الله هغه مهال دا خبرونه تائيد کړل چې د هغوی مړي یې تر لاسه کړل.

بلخوا داسې ښکاري چې ښايي دا ګونګتیا په یو ډول جنګي چل بدله شوې وي. غواړي "دښمن په خمار کې پرېږدي" او په دې پوه نشي چې آیا ګوزار یې پر ځای و کنه. خبره دا ده چې د ښاغلي نصرالله او فواد شکر د وژل کېدو اړوند چې اسراييل پوځ رسمي ویناوې خپرې کړې خو اوس د ښاغلي صفی‌الدین په اړه څو تائيدۍ نشته. د اسرائيل پوځ هم ویلي چې تر اوسه يې د برخلیک اړوند څېړنه کوي.

د ايران د قدس ځواک د قومندان اسماعيل قاآني په اړه هم هر څه همدومره ګونګ دي.

دی د هغې جمعې په لمانځه کې نه و چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر يې خطبه ولوسته او له لوېدیځو رسنیو سره په خبرو کې سرچینو د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته لبنان ته د هغه سفر تائيد کړی.

د ایران ځینو کورنیو رسنیو له پوځ څخه غوښتي چې رسمي ویناپاڼه خپره کړي او تائید کړي چې هغه ژوندی دی.

د قدس ځواک د همغږۍ مرستیال ایرج مسجدي د حسيني اربعين د خادمانو په لمانځغونډه کې ویلي چې "ډېر له موږ پوښتي چې سردار قاآني څه شو؟ هغه روغ دی او په کار بوخت دی. ځینې وايي اعلامیه خپره کړئ. ولې اعلامیه؟ اړتیا نشته چې داسې څه دې وشي".

دا ادعا هم شوې چې بیروت ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفیر د "قاآني د مړي وړلو" لپاره دی. موږ تر اوسه یوازې له ادعاوو سره مخ یو چې تائید یا ریښتيا دروغ معلومول یې ګران دي.

تر اوسه هر څه د بې نومه سرچینو له مخې ادعاوې دي او تر هغې چې خبر رسمي خپور نشي له دغو څرګندونو پورته څه به نه وي.