په بيروت کې د يوې لويې چاودنې شېبه
په بيروت کې د يوې لويې چاودنې شېبه
تېره شپه د لبنان پلازمېنه بيروت يوې زورورې چاودنې ولړزاوه چې د اور لمبې له لېرې تر سترګو کېدې.
د راپورونو له مخې ښايي د پټرولو سټېشن لګېدلی وي.
دا چاودنه وروسته له هغه وشوه چې د اسرائيلو پوځ د جنوب په يوه څنډه کې له خلکو وغوښتل چې له سیمې ووځي.
بیروت کې د بي بي سي خبریاله وايي لږ تر لږه د شپږو زورو چاودونه غږونه یې اورېدلې دي. نوموړې وايي د بیروت له سویلي سیمو لوګي پورته کېږي او په هوا کې ډرون الوتنه کوي.
ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې یو برید هوايي ډګر ته څېرمه شوی او درې نور د بیروت په څنډو کې شوي دي.
حزب الله ډلې هم ویلي د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې تازه توغندیز بریدونه کړي دي. دې ډلې ويلي حیفا ښار ته نژدې یوه هوايي اډه یې په نښه کړې ده.



