نتنياهو بیا ټینګار کړی چې د "خپلو موخو تر لاسه کولو پورې جګړه روانه ساتي"

نتنياهو

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو لومړی وزیر بنيامين نتنياهو وايي هېواد به یې تر هغه جګړې ته دوام ورکړي تر څو ټاکل شوې موخې تر لاسه شي.

پر اسرائیلو د اکتوبر د اوومې له برید د یو کال تېرېدو په مناسبت لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې چې له وړاندې ثبت شوی و، وويل چې په تېر یوه کال اسرائیل په یوه برخلیک ټاکونکې جګړه کې ښکېل شوي. خو نوموړي ټينګار وکړ چې دې جګړې ته به د ټاکل شويو موخو تر لاسه کولو پورې دوام ورکړي.

ښاغلي نتنیاهو د جګړې ټاکل شوي هدفونه، "د حماس له منځه وړل، د ټولو یرغمل شویو کسانو بېرته راستنول که ژوندي وي او که مړه. دا یوه سپیڅلې دنده ده او تر بشپړولو به یې دوام ورکړو. راتلونکې کې له غزې اسرائیلو ته د هر ډول ګواښ له منځه وړل او په سوېل او شمال کې خپلو مېنو ته د ټولو بې ځایه شویو کورنیو راستنول." ياد کړل.

د اسرائیلو د لومړي وزیر له دې څرګندونو سره هم مهال د حماس ویاند ابوعبیده هم یو ویډیويي پيغام خپور کړی. دا په تېرو شاوخوا دريو میاشتو کې د هغه لومړنی ویډیويي پيغام دی چې خپروي یې.

ابوعبیده ویلي اسرائیل له زور پرته په بل څه نه پوهېږي او د بېلابېلو ډلو وسله وال د غزې په لوېشت لوېشت خاوره د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کوي.

د یرغمل شويو کسانو په اړه نوموړي ویلي دا شونې وه چې یو کال وړاندې ټول یرغمل شوي کسان اسرائیلو ته ستانه شوي وای خو د ده په ټکو دا د لومړي وزیر لپاره لومړیتوب نه وو او نه ده په خپله ګټه بلله.

د حماس ویاند وویل که اسرائیل جګړې ته دوام ورکړي نو شونې ده چې پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان هم ووژل شي. حماس غواړي یرغمل شوي کسان د اسرائیلو له زندانونو د زرګونو فلسطینیانو د ازادولو په بدل کې خوشی کړي.

ابوعبیده پر اسرائیلو د ایران د راکټي برید او د فلسطینیانو په ملاتړ په عراق، یمن او لبنان کې د ایران پلوو ډلو د بریدونو ستاینه کړې ده.

لبنان بيروت

د عکس سرچینه، AFP

له بلې خوا تېره شپه د اسرائيلي هوايي ځواک یو ځل د لبنان د پلازمېنې بیروت پر سویلي څنډې درنه بمبارې وکړه.

د اسرائیلو پوځ ویلي د تېرې شپې بریدونو کې یې د حزب الله اړوند ۱۲۰ هدفونه په نښه کړي دي. د پوځ په وینا په دې بریدونو کې سلو جنګي الوتکو برخه لرله.

د اکتوبر د اوومې برید د یو کال په تېریدو حماس یو ځل بیا پر اسرائیلو راکټي برید کړی. پوځ ویلي د حماس راکټونه پر پلازمېنه تل ابیب توغول شوي او له امله یې د خبرداري زنګونه وهل شوي دي. حماس ویلي دا برید یې د ولسي وګړو د وژنې او د فلسطینیانو په زوره کډوال کولو په غبرګون کې پر اسرائیلو کړی دی. د اسرائيلي رسنیو د رپوټونو له مخې د حماس د پنځو توغندیو دا برید د غزې سویل کې له خان یونس ښاره شوی دی.

د اسرائيل د امبولانس ادارې ویلي د حماس په دې برید کې دوه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

له بلې خوا اسرائيلي ټانکونو د غزې پر رفح برید کړی او الوتکو یې په یوه برید کې البریج پنډغالی په نښه کړی. د اسرائیلو پوځ ویلي په دې برید کې یې د حماس هغه کسان په نښه کړي چې په الاقصی روغتون کې یې کار کاوه.

غزه کې د روغتیا وزارت ویلي د اسرائیلو د برید له پیله نږدې ۴۲ زره کسان وژل شوي او څه د پاسه ۹۷ زره ټپیان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائيلو د پوځ د وینا له مخې د حماس او نورو فلسطیني ډلو د تېر کال په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان چې اکثره یې ولسي وګړي وو وژل شوي او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړي وو.