غزه کې د وژل شویو خلکو شمېر له ۴۲ زرو واوښت

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، په غزه تړانګهع کې د اسرائیلو بریدونو کې د وژل شویو خلکو شمېر له ۴۲ زرو کسانو اوښتی دی.
ملګري ملتونه د دې ادارې شمېر د باور وړ بولي، خو دغه وزارت د ملکي وګړو احصایې له وسله والو نه جلا کوي؛ البته څو څو ځله اعلان شوی چې ډېری وژل شوي ښځې او ماشومان دي.
دا خبر په داسې حال کې راځي چې په غزه کې په ځانګړې توګه د جبالیا په شمال کې نښتې روانې دي.
اوسمهال اسرائیلو یو ځل بیا د دې سیمې د نیولو امر کړی دی.
د نتزریم دهلیز په جوړولو سره، اسرائیل عملا غزه پر دوو برخو وېشلې ده، سوېل او شمال.
د ملګرو ملتونو د فلسطین د کډوالو ادارې (UNRWA) فیلیپ لازاریني وویل چې دا مهال په شمالي سیمه کې ۴۰۰ زره خلک بند پاتې دي چې هغه یې "نه ختمېدونکی دوزخ" بولي.
لبنان

د عکس سرچینه، Reuters
بله خوا، اسرائیلي چارواکي وايي، د چارشنبې په ورځ د لبنان حزبالله د توغندیز برید پایله کې دوه تنه وژل شوي.
روغتیايي سرچینو ویلي، وژل شویو کې یو سړی او یوه ښځه ده چې د اسرائیلو شمال کریات شمونا کې وو.
د اسرائیلو پوځ وايي، د برید په یوه څپه کې له لبنان نه شاوخوا ۲۰ توغندي پر یاده سیمه توغول شوي.
په ورته مهال، لبنان کې د اسرائیلو بریدونه دوام لري او سلګونه زره بېځایه شویو خلکو تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړه.
لبناني چاروانکي وايي، له هغو کسانو پرته چې له هېواده یې پښې سپکې کړې دي، نژدې ۱،۲ میلیون خلک په کور د ننه لبنان کې بېځایه شوي.
له ۴۰۰ زرو ډېر بې ځایه شوي د سوریې کډوال دي چې هلته د کورنۍ جګړې له اوره یې لبنان ته پنا وړې وه.
د لبنان د دولت د شمېرو له مخې، له ۱۸۰ زرو ډېر کسان په ۹۷۸ دولتي سرپناوو کې اوسېږي.











