امریکا له اسرائیل غوښتي په غزه کې پر ښوونځي د برید موضوع کې شفافیت وښيي

امریکا اسرائیلي چارواکو ته ویلي، په مرکزي غزه کې پر هغه ښوونځي د برید په هکله باید بشپړ ''شفافیت'' څرګند کړي، چې د رپوټونو له مخې ۳۵ کسان پکې ووژل شول.
د یادونې ده، چې دغه ښوونځی له بې ځایه شویو خلکو ډک وو، چې د رپوټونو له مخې اسرائیلي پوځ د پنجشنبې پر ګهیځ پرې بمباري کړې.
امریکا په عام محضر کې پر اسرائیلو د حماس د هغو وسله والو د پېژندګلوۍ څرګندولو غږ هم کړی چې ادعا کوي دغه برید کې یې په نښه کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتهیو میلر په دې هکله وویل: ''اسرائیلیانو موږ ته وویل، هلته داسې ۲۰ یا ۳۰ وسله وال دي، چې دوی یې په نښه کوي (او) دوی به د هغو وسله والو نومونه اعلان کړي، چې دوی په باور وژلي یې دي. دا هغه څه دي، چې دوی وايي، کوي یې او زموږ تمه ترې دا ده، چې همداسې وکړي او دغه راز نور داسې جزیات (هم) چې پر دې پېښه رڼا واچوي.''
د یادونې ده چې اسرائیل معمولاً د هغو وسله والو نومونه اخلي، چې دوی یې په هوايي بریدونو کې نښه کوي، خو د امریکا لپاره دا کمساري پېښه ده، چې د داسې کولو غوښتنه ترې کوي.
په ورته مهال د اسرائیلي پوځ یوه ویاند دانئل هاګاري د حماس او اسلامي جهاد ډلو د نهو کسانو نومونه یاد کړل، چې په وینا یې په دې برید کې وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، د معلوماتو له کره کېدو وروسته به نور نومونه هم یاد کړي.
هلته په واشنګټن کې بیا ښاغلي میلر وايي، امریکا داسې رپوټونه لیدلي چې ښيي دې برید کې ۱۴ ماشومان وژل شوي دي. نوموړي په دې تړاو وویل:
''که دا خبر کره وي، چې ۱۴ ماشومان وژل شوي، دا نو ترهګر نه دي، نو د اسرائیل حکومت ویلي، دوی به د دې برید په هکله نور معلومات هم ورکړي... زموږ تمه دا ده چې دوی باید د دې معلومات په برالا کولو کې بشپړ شفافیت وښيي.''
بل لور د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو این راوا) د اسرائیلو هغه څرګندونې نه دي منلې چې وايي، مرکزي غزه کې د اسرائیلو له لوري په نښه شوي ښوونځي کې حماس وسلوال وو. د اونراوا د پلان جوړونې د برخې مشر سم روز وايي دوی به ښوونځي کې د حماس د وسله والو د حضور په تړاو کوم مالومات نلري.
خو دی وايي چې دا ادعا ټکان ورکوونکې ده او که رښتیا وي نو هېښوونکې به وي. خو دا په ښوونځي کې پر شته نورو وګړو برید نه توجیه کوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د غزې په مرکز کې د ملګرو ملتونو پر یوه اړوند ښوونځي، چې سلګونو بې ځایه شویو خلکو پناه پکې اخیستې وه، د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د اونراوا مشر فلېپې لزریني دا په غزه تراډه کې یوه بله بوږنونکې ورځ وبلله او په خپرو شویو ویډیوګانو کې خلک لیدل کېږي چې په وینو لړلي جسدونه د ښوونځي له ټولګیو وباسي.
اسرائیلي ځواکونو ویلي، د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي یې برید کړی، چې په وینا یې ''د حماس مرکز'' پکې و.
یوه اسراییلي حکومتي ویاند په خپلو څرګندونو کې دا تور پورې کړ چې ګواکې حماس او اونراوا سره ملګري دي. خو ښاغلي روز د اسرائیلي ویاند دا وینا دغې ته ادارې ته سپکاوی وباله.
دی وايي موږ دا خبره بشپړه ردوو او وفکر نه کوم چې دا دې داسې ژبه وي چې موږ یې په داسې یوه حالت کې چې ۴۵ کسانو خپل ژوند بایللی د کارونې تمه ولرو. د دغې جګړې په اوږدو کې که هره ورځ نه وي، نو هره اونۍ یو پېښه په بلې پسې رامنځته کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د لوېدیځې غاړې له جېنین پڼدغالي رارسېدلي رپوټونه وايي هلته هم درې کسان د اسرائیلي ځواکونو په یوه چپاو کې وژل شوي. ملګري ملتونه وايي غزه کې د شخړې له پیلېدا راهیسې په لویدیځه غاړه کې هم د اسراییلي ځواکونو او سیمه کې د مېشتو شویو یهودانو په بریدونو کې څه د پاسه ۵۰۰ فلسطینیانو ژوند بایللی.
هلته په همد ې موده کې د اتو اسرائیلي پوځيانو په ګډون شاو خوا دېرش اسرائیلي وګړي هم وژل شوي دي.
اسراییلو داسې مهال د غزې په مرکزي سیمه کې نوي عملیات پیل کړي چې غزه کې د اوربند په تړاو هلې ځلې روانې دي.
د امریکا، بریتانیا جرمني او فرانسې په ګډون ۱۷ هېوادونو د یوې ګډې وینا پاڼې په خپرولو غزه کې د روانې شخړې او یرغملو د حالت په تړاو خپله ژونده اندېښنه څرګنده کړې او پر حماس او اسرائیلو یې غږ کړی چې اوربند ته رسېدو لپاره باید هر راز جوړ جاړي ته غاړه کېږدي.
د چارو څارونکي وايي، هغه جوړ جاړی چې امریکا او متحدین یې غواړي اوس هم ظاهرا داسې ښکاري چې د حماس او اسرائیلو لپاره سختې پرېکړې معلومېږي.











