د ټولو پام رفح ته دی: هغه پوسټ چې له ۴۷ میلیون څخه زیاتو خلکو شریک کړ

د عکس سرچینه، EPA
- Author, الېس ډېوېس او د بي بي سي عربي څانګه
- دنده, بي بي سي
د مصنوعي ځیرکتیا (AI ) په مټ جوړ شوي انځور چې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو پنډغالی په کې ښودل شوی او یو شعار ("د ټولو پام رفح ته دی") پرې لیکل شوی، په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه کړه.
دا پوسټ د انسټګرام کاروونکو لخوا له ۴۷ میلیون ځلې ډېر شریک شوی دی.
د ټولو سترګې رفح ته اوښتې، پوست ډېرو مشهورو کسانو لکه دیوا لیپا (Dua Lipa)، لیوس هېملټن (Lewis Hamilton) او جي جي (Gigi) هم شریک کړی و.
یاد انځور او پرې لیکل شوی شعار یې وروسته له هغه وائرل شو، چې اسرائیلو د غزې په سوېلي ښار رفح کې د بېځایه شویو فلسطینیانو په پنډغالي د روانې اوونۍ په پیل کې هوايي برید وکړ او په پایله کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه.
د حماس روغتیا وزارت وايي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
اسرائيل بیا وايي، د حماس دوه قومندانان يې په نښه کړي او هغه خونړی اور کېدای شي د دویمې چاودنې له کبله رامنځ ته شوی وي.
د اسرائیلو یاد برید، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې "غمجنه پېښه" بولي په نړیواله کچه غندل شوی.
بي بي سي عربي موندلې، چې یاد پوست په مالیزیا کې یوه ځوان په خپله ټولنیزه رسنۍ خپور کړی و، چې وروسته بیا وائرل شو.
"د ټولو پام رفح ته دی" له کومه پیل شو؟

د عکس سرچینه، UNITED NATIONS
د دې اوونۍ په پیل کې د رفح خونړۍ پېښه د دې لامل شوه، چې خلک د فبرورۍ په میاشت کې اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ریچارډ پیپرکورن د خبرو یو عبارت بیا بیا خپور کړي.
هغه مهال نوموړي خپلو خبرو کې خبریالانو ته ویلي وو، چې "د ټولو پام رفح ته دی" او د اسرائیلي ځواکونو د برید په اړه یې خبرداری ورکړی و.
ښاغلي پیپرکورن جنیوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر څخه یې له خبریالانو سره په انلاین بڼه خبرې کولې وویل، له هغه تصوره لرې ناورین څخه وېره لري چې اسرائیلي ځواکونه په پراخه کچه په ښار برید وکړي. او د برید وېره شته ده.
چارواکي او فعالان له هغه وخت راهیسې د ښاغلي پیپرکورن عبارت بیا بیا خپروي او په رفح باندې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په اړه چې درې اوونۍ وړاندې پیل شول خپله اندېښنه او مخالفت څرګند وي.
له هغې میاشتې راهیسې د نوموړي عبارت "د ټولو پام رفح ته دی" د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.
خو په تېرو دوه ورځو کې د مصنوعي ځیرکتیا ( AI ) په مټ جوړ شوی انځور چې یاد عبارت هم پرې لیکل شوی په ټولنیزه رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو.
د انسټګرام د شمېر له مخې د تېرې پنجشنبې تر ماسپښینه له ۴۷ میلیونو ډېرو کسانو شریک کړی و.
د نورو مخکښو کسانو ترڅنګ چې یاد انځور او شعار یې شریک کړی امریکایي اداکار مارک روفالو، هندي اداکاره پریانکا چوپړا او د سوریې اداکاره کنډا الوش شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
دوو ورځو کې دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې څنګه خپور شو؟
کارپوهان، چې له بي بي سي سره یې خبرې کړې وايي، یو شمېر لاملونه شته او دا روښانه کوي، چې ولې په دومره کم وخت کې د رفح اړوند عبارت "د ټولو سترګې رفح ته اوښتې" وائرل شو.
د لاملونو له منځ یې، د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی یو ډېر ساده او طبیعي انځور، ساده او آسانه عبارت، په آسانه سره یې انیستګرام کې شریکول چې یوازې په یو څو ساده کلیکونو کېږي او د مشهورو کسانو لخوا یې شرېکېدل شامل دي.
خو د ټولنیزو رسنیو متخصصه انستاسیا کواډا وايي، ترټولو مهم لامل یې په مناسب وخت کې پوست کول او سیاسي شرایط دي.
نوموړې دا څرګنده کړه، په داسې یو حالت کې خپور شوی، چې ډیر خلک د رفح په پنډغالي د برید له کبله سخت خواشیني دي.

د عکس سرچینه، SHAHV4012/INSTAGRAM
ایا اې ای د پوست په وائرل کېدو کې مرسته کړې؟
کارپوهان وايي، هغه څه چې دا پوست یې لا زیات د شریکولو وړ ګرځولی هغه د مصنوعي ځیرکتیا لخوا جوړ شوی انځور دی.
په انځور کې یوه پراخه دښته او د خیمو یو پنډغالی ښودل شوی، چې د ټولو پام رفح ته اوښتی پرې لیکل شوي او اصلي ځای یا د رفح ښار نه ښيي.
د مړو جسدونه، وینې، د اصلي خلکو عکسونه، نومونه یا دردونکي صحنې چې د پام وړ دي هغه په کې نه شته.
دا کار د ځینو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
ډاکټر پاول ریلي چې د رسنیو او ازادۍ یو مشر ښوونکی دی وايي، ډېری فعالان کېدای شي دې ته اندېښمن وي چې یاد انځور هغه ريښتونې صحنه نه ښيي چې رفح کې پېښه شوې. هغه انځورونه چې د غزې خبریالانو خپاره کړي هغه دومره نه دي وائرل شوي.
د نیوکه کوونکو په ځواب کې مالیزیايي هنرمند چې یاد انځور یې جوړ کړی او د خپل اکونټ په نوم (shahv4012) مشهور دی لیکلي دي:
"داسې خلک شته چې په انځور خوښ نه دي، زه له تاسو ټولو بښنه غواړم که ما غلطه کړې وي. "
نوموړي زیاته کړې، "هر څه چې [تاسو] کوئ، اوس د رفح موضوع ته په ټېټه سترګه مه ګورئ، لا یې زیات خپور کړئ چې دوی زموږ ټولو له خپرولو څخه ووېرېږي. "
خو دا چې جوړ شوی انځور د رفحې یو څه پاکه او منظمه بڼه ښيي ډاکټر ریلي وايي، دا کېدای شي د یوه ډیجیټلي فعال له نظره د شریکولو ځانګړنو ته په کتو ګټور وي.
نوموړی زیاتوي، انځور ګرافیکه منځپانګه نه لري هغه منځپانګه چې انستګرام کې د خپرولو د اصولو خلاف وي او د سرغړونې لامل شي. دا د موضوع په اړه خبراوی هم زیات وي ځکه فعالان تل هڅه کوي چې د خلکو پام موضوع ته ور واړوي.

د عکس سرچینه، EPA
انسټګرام څنګه په پراخه کچه د ټولنیزو کمپاینونو په خپریدو کې مرسته کوي؟
انسټګرام هم د یاد پوست په وائرل کېدو کې مرسته کړې.
کله چې "shahv4012" انځور خپور کړ، هغه د "Add Yours" بټن څخه کار واخیست، چې په ۲۰۲۱ کال کې د انسټګرام کې لخوا رامنځ ته شوې.
دا بټن نورو کاروونکو ته اجازه ورکوي، چې یوازې د څو کلیکونو سره انځور شریک کړي.
خلک کولی شي په پوسټونو کې خپل سرلیکونه او ټګونه هم وراضافه کړي او دا په دودولو او شریکولو کې اساني راولي.
یاد ښاغلی وايي، په سیاسي یا ټولنیزو کمپاینونو کې د دا ډول ځانګړنو کارول یو نوی پرمختګ دی.
هغه وايي، "په ډیرو موضوعاتو کې هر څوک چې د سیاسي دلایلو لپاره له دې ځانګړنو کار اخلي موخه یې دا وي، چې د لویو کمپاینونو په پیلولو کې مرسته وکړي."
ضد کمپاین: ستا پام چېرته و؟
په ټولنیزو رسنیو کې د رفح پوست په غبرګون کې یو کوچنی ضد کمپاین هم پیل شوی.
یو انځور چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی، په کې کارول شوی او پرې لیکل شوي چې "ستاسو پام د اکتوبر په ۷مه چېرته و؟"
د اسرائيلو په سویلي سيمه کې د حماس بريدونو ته اشاره شوې، چې له کبله یې ١٢٠٠ کسان ووژل شول او ٢٥٢ نور يرغمل شول.
د راپورونو له مخې دا انځور انسټګرام کارونکي اسرائیلي بنیامین جیمون لخوا جوړ شوی چې په کې ښوولي دي، غزه کې یو ټوپک لروونکی کس د یوه ماشوم مخې ته ولاړ دی.
د اسرائیلي رسنیو په وینا یاد انځور شاوخوا نیم میلیون ځلې شریک شوی و خو مخکې له دې چې یاد انځور له ځینو اکونټونو پاک شي د جیمون انستګرام اکونټ بند شو.
یاد انځور وروسته د میټا شرکت لخوا بیا راڅرګند شو چې ورسره لیکل شوي و:
"دې انځور کې زموږ له اصولو څخه سرغړونه نه ده شوې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله په تېروتنې سره لرې کړی شوی و."
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۶،۱۷۰ کسان وژل شوي دي.








