بي بي سي ته ویل شوي، غزې کې د حماس یوه غړي په نښه کولو لپاره پر ښوونځي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي

خبرداری: دا رپوټ ځینې داسې برخې لري چې ښايي ځینې خلک خپه کړي.
بي بي سي ته ویل شوي، د اسرائیلو هوايي برید چې دولس ورځې وړاندې په یوه پخواني ښوونځي کې یې ګڼ ماشومان ووژل، د حماس یوه سیمه ییز غړی په نښه کړی و.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي اېف) ویلي، د حماس "د قوماندې او کنټرول مرکز" د غزې په ښار کې دننه ځای پرځای شوی و، چې دوی د سپټمبر په ۲۱مه نېټه په "دقیق برید" کې په نښه کړ.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، په دغه برید کې د ۱۳ ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي دي.
د روغتیا وزارت وايي، دغه ښوونځی چې د جګړې پر مهال تړل شوی و، د بې ځایه شویو خلکو سرپناه وه.
د امل په نوم یوې پېلغوټې بي بي سي ته وویل، د ښوونځي په ودانۍ کې دننه وه، چې برید وشو. هغه وايي جسدونه یې ولیدل چې "ټوټې ټوټې شوي" وو.
امل زیاتوي، "موږ ماشومانو څه کړي دي؟ موږ په وېره کې راویښېږو او په وېره کې وېدېږو."
"لږترلږه د ښوونځیو ساتنه وکړئ؛ موږ ښوونځي یا کورونه نه لرو، چېرې ولاړ شو؟"

سرچینې بي بي سي ته ویلي، په وژل شویو کې د حماس یو سیمه ییز غړی هم و، په دې معنی چې ډېری ولسي وګړي، د یوه هدف له لپاره وژل شوي دي.
هُدا الحداد په دغه برید کې خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړي، ۱۳ کلن زوی یې محمد او ۱۲ کلنه لور یې حنان.
هغې بي بي سي ته وویل "کله چې توغندی راپرېوت، زه له دالان څخه راوتلم زه چې راغلم مېړه مې چېغې وهلې، 'زما ماشومان، زما ماشومان، زما ماشومان."
ما ترې وپوښتل، ماشومان چېرې دي؟ بیا مې ولټول او تر کنډوالو لاندې مې وموندل."
تر هوايي برید وروسته په دولسو ورځو کې په غزه کې لږ تر لږه اته نور وژونکي بریدونه د ښوونځيو په ودانیو شوي، چې بې ځایه شوې کورنۍ پکې مېشتې دي.
یونیسف ویلي، په غزه کې د پناه ځایونو په توګه کارول شوي ۵۰ سلنه ښوونځي د روانې جګړې په جریان کې مخامخ زیانمن شوي چې "د ماشومانو او کورنیو لپاره ویجاړونکې پایلې لري."
د وروستیو بریدونو په تړا د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په خپلو اعلامیو کې ویلي، چې په پخوانیو ښوونځیو کې د "حماس ترهګر" یا د "قوماندې او کنټرول" مرکزونه وو.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په خپلو اعلامیې کې د سپټمبر د ۲۱مې برید په اړه په غلط ډول د هغه پخواني ښوونځي نوم ورکړی و، دوی الزیتون سي پر ځای، نژدې یو بل ښوونځی الفلاح یاد کړی و.
د حماس تر واک لاندې غزې چارواکو هم د الزیتون سي نوم یاد کړی دی.
اړونده سیمه د الزیتون په ګاونډ کې ده او څلور جلا ښوونځي پکې دي: الفلاح، او الزیتون اې، بي او سي.
کله چې د ښوونځي د ناسم نوم په اړه د اسرائیلو دفاعي ځواکونو څخه وپوښتل شول، دوی یې په تړاو له څه ویلو ډډه وکړه.
د حماس حکومتي رسنیو دفتر ویلي، د اسرائیلو پوځ د الزیتون سي ښوونځي په بمبارولو د بې ځایه شویو خلکو پر پناه ځای یو "وحشیانه عام قتل" ترسره کړی دی.
د بېړنو چارو ډاکټر امجد الیوا وايي، په وژل شویو کې د شپږو میاشتو یوه مېندواره ښځه هم وه.











