ملګرو ملتونو لوېدیځه غاړه کې د عایشې نور اېزګي اېګي د وژلو د پېښې ''بشپړې پلټنه'' غوښتې

د عکس سرچینه، International Solidarity Movement
ملګرو ملتونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یوې ۲۶ کلنې ترکۍ-امریکایۍ ښځې وژل کېدو په تړاو د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، عایشه نور اېزګي اېګي د جمعې پر ورځ نابلوس ته نږدې 'بیتا' ښار کې د یهود مېشتو ښارګوټو د پراختیا خلاف احتجاج کې برخه اخیستې وه، چې په مرمۍ په سر ولګېده او روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته ومړه.
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه: "ما په دې اړه څه نه دي اورېدلي ... خو تاسو ته ویلی شم چې موږ غواړو په دې اړه د بشپړو پلټنو شاهدان او خلک باید ځواب ویونکي واوسي. او بیا هم ملکي خلک باید تل [خوندي] وساتل وشي."
د پېښې له ځایه خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې له پېښې سملاسي وروسته روغتیا پالان اغلې اېګي امبولانس ته لېږدوي.
ځايي رسینو ویلي ډزې سیمه کې موجودو اسرائیلي سرتېرو کړې دي.
اسرائیلي ځواکونو د دې پېښې په هکله ویلي، دوی ''معلومات راټولوي، چې یوه بهرنۍ ښځه په سیمه کې د ډزو پایله کې وژل شوې ده.''
د اغلې اېګي کورنۍ بیا په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ''سخت بوږنېدلي او ویرجن دي، چې د کورنۍ یوه مینه ناکه غړې یې چې د بشري حقونو ژمنه فعاله وه، وژل شوې ده.''
د نوموړې کورنۍ وايي، د پېښې په تړاو یوه ویډیو ښيي، چې هغه د اسرائیلي پوځي کس په ډزو وژل شوې. دوی له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې د پېښې په هکله تحقیقات وکړي.
امریکا بیا له اسرائیلو غوښتي چې د پېښې په هکله پوښتنې، ګروېږنې وکړي. د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا ویاند سیان ساویټ واشنګټن د یوې امریکایۍ وژل کېدو له کبله سخت خواشینی دی.
له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا "خواشینوونکې ضایعه" او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان "وحشیانه" اقدام بللی دی.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اغلې اېګي "د اسرائیل اشغالګرو سرتېرو لخوا په نابلوس ښار کې وژل شوې ده."
ترکي رسنیو لیکلي، دا ښځه امریکایۍ وګړې او د ترکیې انتالیا کې زېږېدلې وه.
یو بل کس چې د جمعې ورځې په دغه احتجاج کې یې برخه درلوده، بيبيسي ته ویلي دا لومړی ځل و چې اغلې اېګي د فلسطین پلوه 'پیوستون نړیوال غورځنګ' په احتجاج کې برخه اخیستې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پېښه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي ځواکونه له نهو ورځو پراخو پوځي عملیاتو وروسته د جمعې پر ورځ د لوېدیزې غاړې له جنین ښاره او په دغه ښار کې د کډوالو له یوه پنډغالي ووتل.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، په دې موده کې لوېدیزه غاړه کې ۳۶ فلسطینیان وژل شوي چې ۲۱ یې د جنین اوسېدونکي وو.
فلسطیني وسله والو ډلو ډېر وژل شوي کسان خپل غړي بللي، خو روغتیا وزارت وايي ماشومان هم په کې دي.
اسرائیل تېرو ۵۰ کلونو کې په لوېدیزه غاړه او ختیځ بیتالمقدس کې ګڼ یهود مېشتي ښارګوټي جوړ کړي، چې اوس په کې له ۷۰۰ زرو ډېر یهودان ژوند کوي.
د بریتانیا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون بېلابېلې خواوې د نړیوال قانون له مخې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د ښارګوټو رغول غیرقانوني ګڼي، خو اسرائیل پرې غوږ نه ګروي.











