د اسرائيلي ښارګوټو اوسېدونکو په لویدیزه غاړه کې یوه کلي ته اور اچولی

لویدیزه غاړه

د عکس سرچینه، Reuters

د فلسطین په اشغال شوې لویدېزه غاړه کې د اسرائیل مېشتو ښارګوټو لسګونه اوسېدونکو په یوه کلي‌ کې کورونو او موټرونو ته اور اچولی دی.‌

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، په دغه تازه تاوتریخوالي کې لږترلږه یو کس هم وژل شوی دی.‌

د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای‌ډي‌اېف) وايي، په تاوتریخوالي کې ښکېلو کسانو چې ځینو یې ماسکونه اغوستي وو، د پنجشنبې ماښام نابلس ښار ته نږدې پر جیت کلي د برید پر مهال د ډبرو ګوزارونه کول او پېترولي‌ بمونه یې غورځول.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، یو ځايي کلیوال چې تنکي ځوان و،‌ وژل شوی او یو بل د سینې برخه کې سخت ژوبل شوی دی.‌

د اسرائيل دفاعي ځواکونو ویلي چې د مرګ ژوبلې راپور څېړي. دوی زیاته کړې چې په جیت کلي کې یو اسرائیلی وکړی نیول شوی دی.

هممهاله د اسرائیل سیاسي مشرانو دا برید غندلی او عاملینو ته یې د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.‌

پنجشنبه ناوخته له جیت کلي پر ټولنیزو شبکو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې کورونه او موټرونه د اور په لمبو کې سوځي.‌

په دغو تصویرونو کې دا هم ښکاري چې له دغه کلي لوګي پورته کېږي.‌

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي "هغه کسان به چې د هر ډول جرمي عمل مسوول وي، ونیول شي او محاکمه به شي".

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هېرزوګ هم د اېکس خواله رسنۍ په یوه پيغام کې لیکلي: "دا یو توندلاری اقلیت دی چې د ښارګوټ-مېشتو د قانونمنې ټولنې، په ټوله کې د ښارګوټو جوړولو او مخصوصآ په اوسنیو حساسو او سختو شرایطو کې په نړیواله کچه د اسرائیلو نوم او حیثیت ته زیان رسوي."

ښاغلي هېرزوګ زیاته کړه چې "د قانون پلي کونکي چارواکي باید سملاسي ګام واخلي" او مسوول کسان عدالت ته راکاږي.

اسرا

د عکس سرچینه، Getty Images

ای‌ډي‌اېف په یوه بیان کې ویلي چې دوی د تاوتریخوالي د رپوټونو له ترلاسه کولو وروسته په څو "دقیقو دننه دننه" دغه کلي ته ځواکونه استولي او د خلکو خورولو لپاره یې هوايي ډزې کړې دي. وروسته برید کوونکي له جیت کلي څخه ایستل شوي.

دوی زیاته کړه چې د دې "جدي پېښې" په تړاو یې د اسرائیل د کورني امنیت ادارې 'شین بت' او اسرائیلي پولیسو په ګډه څېړنې پیل کړې دي.

فلسطینیان معمولآ د اسرائیل امنیتي ځواکونه تورنوي چې د یهودي مېشت ځایونو اوسېدونکو ته اجازه ورکوي چې د دوی پر کلیو بریدونه وکړي.‌

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر 'اوچا' په وینا له تېر اکتوبر راهیسې د اسرائيلي ښارګوټو اوسېدونکو پر فلسطینیانو له ۱۰۰۰ ډېر بریدونه کړي دي.‌

دا بریدونه د دې لامل شوي چې د ۶۶۰ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳۹۰ کسان له خپلو مېنو بې ځایه شي.‌

د ویډیو تشریح، د فلسطين او اسرائيل کړکېچ: دې اوونۍ کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې

د دغو بریدونو پر مهال ډېر وخت تاوتریخوالی هم کېږي.‌

اوچا ۱۰۷ داسې بریدونه ثبت کړي چې فلسطینانو ته په کې مرګژوبله اوښتې او په ۸۵۹ نورو کې فلسطیني‌ ملکیتونه زیانمن شوي دي.‌

که څه هم نړیوال پام تر ډېره غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس پر روانې جګړې متمرکز دی،‌ خو اسرائیل مېشتو ښارګوټو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي لوړه کچه د دې لامل شوې چې امریکا، اروپايي ټولنه او بریتانیا د دغو میشت ځایونو پر ځینو مشرانو او په لومړي‌ ځل د ټولو میشت ځایونو پر پوستو بندیزونه ولګوي.‌