لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني وسله والو خلاف د اسراییلي ځواکونو عملیات؛ ۶ کسان وژل شوي

تجمع مواطنون خارج منزل عضو بمجموعة "عرين الأسود" الفلسطينية وديع الهوه، استهدفته مداهمة لقوات الأمن الإسرائيلية في نابلس بالضفة الغربية المحتلة

د عکس سرچینه، Reuters

د فلسطین اشغال شوې لوېدیزه غاړه کې د وسله والو خلاف د اسراییلي ځواکونو یوه چاپه کې لږترلږه ۵ فلسطینیان وژل شوي دي. ‌

شپږم فلسطینی زلمې تر هغې وروسته د اسراييلي پوځيانو لخوا په ډزو وژل شوی چې د دې چاپې پر خلاف اعترضونو کې یې پر دوی ډبرې ورولې.

رپوټونو کې راغلي چې په وژل شویو کې درې د یوې وسله والې ډلې غړي دي.‌

اسراییلي ځواکونو دغه عملیات شمالي نابلوس ښار کې د عرین الاسود یا د "زمریانو ځالې" په نوم د یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې غړو خلاف کړي دي.

دې ډلې د روانې میاشتې لومړیو کې په ورڅېرمه یهودي مېشته ښارګوټي کې یو اسراییلی سرتېری په ډزو وژلی و.

د اسراییل دفاعي ځواکونو له تېرو دوو اونیو راهیسې نابلوس ښار کې ګرځبندیز لګولی او د خپل وژل شوي سرتېري د وژونکي په لټون بوخت وو.

د دوی تر عملیاتو او نښتو وروسته نابلوس ښار کې احتجاج پیل شوی.‌

زمریانو ځاله ډله تر هغې وروسته جوړه شوه چې اسراییلي ځواکونو لوېدیزه غاړه کې چاپو او د فلسطینیو وسله والو خلاف عملیاتو ته دوام ورکړ.

عرين الأسود
د عکس تشریح، د عرین الاسود یا زمریانو ځالې ډلې یو غړی

‌باور دا دی چې دا ډله دمګړۍ محدود شمېر غړي لري خو د اسراییلي ځواکونو په وینا بریدونه یا د بریدونو هڅې یې له نبلوس ښاره نیولې تر تل ابیب پورې رسېږي.‌

دې ډلې پر نابلوس د واکمنو فلسطیني چارواکو دا پرله پسې غوښتنه رد کړې چې وسله دې پر ځمکه کېږدی او بدل کې دې یې د فلسطین د رسمي امنیتي ځواک غړیتوب واخلي.

د بم جوړولو کارخانه

د اسراییل دفاعي ځواکونو ويلي دا عملیات یې د نابلوس زاړه ښار کې پر یوه اپارتمان کړي چې وسله والو ترې د دوی په وینا د بم جوړولو فابریکې او مرکز په توګه ګټه اخیسته.

اسراییلي‌ ځواکونو دغه اپارتمان ته چاودنه ورکړې ده.‌

خو فلسطینیانو د دې چاپې پر مهال پر لوډسپیکرو په عامو خلکو غږ کړی‌ چې د خپل ښار دفاع ته راووځي.‌

تر دې وروسته لسګونه ځوانان لارو کوڅو ته راوتلي او له اسراییلي ځواکونو سره سخته وسله والو نښته شوې چې دغه ۵ فلسطینیان پکې وژل شوي.

اشتباكات في مدينة نابلس

د عکس سرچینه، EPA

ویل کېږي په وژل شویو کې درې د زمریانو ځالې په نوم د همدې نوې ډلې غړي دي او د وادي الهوه په نوم یو مخکښ قومندان او بنسټګر یې هم پکې شامل دی.

که څه هم اسراییلي رسنیو پنځه واړه وژل شوي وسله وال بللي خو ځايي فلسطیني‌ چارواکو ویلي دوه پکې ملکیان دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي دغو نښتو کې تر شلو ډېر کسان ټپي شوي هم دي.

تر اوسه اسراییلي اړخ ته د اوښتې مرګژوبله راپور نشته.

اسراییلي ځواکونو تر هغې وروسته د اردن سیند لوېدیزه غاړه کې د فلسطیني وسله والو خلاف عملیات پراخ کړي چې د روان کال لومړیو کې د فلسطیني او عرب - اسراییلي وسله والو برید کې ۱۷ اسراییلي او دوه اوکراییني‌ وګړي ووژل شول.

دغو روانو عملیاتو کې د روان کال له پیله لوېدیزه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي.

په دوی کې وسله وال او ملکي خلک دواړه شامل دي.