حماس وايي په غزه کې د کډوالو پر کمپ د اسرائيلو بريد له امله ۴۰ تنه وژل شوي

عزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د حماس د ملکي دفاع اداره وايي د غزې په جنوب کې د بېځايه شويو لپاره په خوندي سيمه کې د اسرائيلو په بريدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

خو د اسرائيلو پوځ وايي د خان يونس په مرکز کې يې د حماس وسله والو پر مرکز پوځي عمليات کړي او په وينا يې په دغو عملياتو کې له هوايي بريدونه کار اخيستل شوی دی.

په همدې حال ځايي اوسېدونکي وايي، دوی د خان يونس په لوېديځ کې د بېځايه شويو وګړو پر خيمو هوايي بريدونه ليدلي دي.

د دوشنبې په ماښام د حماس د ملکي دفاع څانګې مشر بي بي سي ته وويل، په دغو بريدونو کې ۴۰ تنه وژل شوي، له ۶۰ زيات ټپيان او يو شمېر نور تر خاورو لاندې دي.

عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي، چې په المواصي سيمه کې يې د چاودنو غږونه او د اور لمبې ليدلې دي.

د خالد محمود په نامه يو رضاکار چې د يوې خيريه موسسې لپاره کار کوي او د بريد ځای ته نژدې اوسېږي وايي، دی او يو شمېر نور رضاکاران د چاودنې ځای ته د مرستې لپاره ورغلل.

نوموړی وايي په چاودونو کې ۲۰ خېمې ويجاړې شوې دي.

په همدې مهال، د اسرائیلو د پوځ ویاند پر ټېلېګرام خپاره کړي پيغام کې لیکلي چې جنګي الوتکو يې "د حماس ترهګرې ډلې مهم ترهګر غړي په نښه کړي چې د خان یونس په بشردوستانه سیمو کې ځای پرځای شوي وو".

د دغو عملياتو له ترسره کولو وړاندې د کره او دقيقو استخباراتي معلوماتو د کارولو په ګډون د ملکي وګړو د زيان د احتمال کمولو لپاره يې ټول اړين ګامونه څېړلي دي.

حماس د اسرائيلي پوځ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په سيمه کې د حماس وسله وال موجود وو او دا يې "دروغ" بللي دي.

په غزه کې د حماس پر وړاندې جګړه هغه مهال پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس په زرګونو وسله والو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ. د اسرائیلو د شمېرو له مخې په هغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا، مصر او قطر منځګړي د اوربند هوکړې هڅه کوي چې له مخې به یې حماس د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې يرغمل اسرائيلو ته وسپاري.