لوېدیځه غاړه کې په ډزو درې اسرائیلیان وژل شوي، اردوغان د اسلامي هېوادونو د ټلوالې جوړېدل غوښتي

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائيلي چارواکي وايي، د اردن او اشغال شوې لوېديځې غاړې ترمنځ په سرحدي پوله کې د اللنبي پل سره نژدې په ډزو کې درې اسرائيليان وژل شوي دي.
د اسرائیلو د پوځ د چارواکو په وینا، بریدګر چې د لارۍ چلوونکی و، د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ په دې هکله ویلي: "په یوه لارۍ کې یو (ترهګر) د اللنبي پل سیمې ته نژدې شو او له لارۍ له وتلو وروسته یې د پله سیمه کې پر مېشتو اسرائیلي امنیتي ځواکونو ډزې وکړې."
خپاره شوي ویډیويي تصویرونه ښيي چې بریدګر ټرمینل ته ننوځي او تر درېیو ډزو وروسته د اسرائیلي امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل کېږي.
د اسرائیلو پوځي چارواکو لومړی اعلان وکړ چې وژل شوي "اسرائیلي ملکي وګړي" وو، خو وروسته یې اېاېفپي خبري اژانس ته څرګنده کړه چې درې واړه امنیتي "ساتونکي" وو، خو د پوځ یا پولیس ځواکونو غړي نه وو.
د اسرائيلي ځواکونو ترڅنګ خصوصي امنيتي کسان د دې لارې د ساتنې مسووليت پر غاړه لري.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو بریدګر کرکجن ترهګر بللی:
"موږ د ایران د شیطاني محور په رهبرۍ یوې وژونکې اېډیالوژۍ چاپېر کړي یو. په وروستیو ورځو کې بې رحمه ترهګرو زموږ شپږ یرغمل او درې اسرائیلي پولیس افسران ووژل. وژونکي زموږ تر منځ توپیر نه کوي بلکې موږ ټول تر وروستي کس پورې وژل شوي غواړي؛ زموږ ښي اړخي، کېڼ اړخي، سیکولر او مذهبیان، یهود او غیریهود ټول".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې ویلي برید دوی کړی او ویلي يې دي چې دا د اسرائیل وحشيانه ټولوژنې ته طبيعي غبرګون دی.
برید داسې مهال شوی چې په سیمهييز کچ ترينګلتیا ډېرېدونکې ده او د غزې جګړه هم دوولسمې میاشتې ته ننوځي.
له دې ډزو وروسته اسرائیلو او اردن له دواړو خواوو دغه پوله تر بلې خبرتیا پورې وتړله. د اردن چارواکو اعلان کړی چې د دې ډزو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د اردن د پوله ساتو د یوه چارواکي په وینا، د اسرائیلو پوځ لږ تر لږه ۲۴ اردني لارۍ چلوونکي له پولې څخه د کښته کولو په سیمه کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي دوی ځواکونه استولي چې ځانونه ډاډه کړي په برید کې کارول شوې لارۍ کې چاودېدونکي توکي نه وو.

د عکس سرچینه، Reuters
د اللنبي لاره د اردن پلازمېنې عمان او بیت المقدس او د ارام سمندر په شمال کې موقعیت لري. اردنیان او فلسطینیان دې ته د پاچا حسین پل یا الکرامه پل وايي.
دا پل اوس مهال د فلسطینیانو لپاره یوازېنۍ نړیواله لاره ده چې له لوېدیځې غاړې څخه پر اسرائیلو له تېرېدو پرته پرې تېرېدلی شي.
دغه ډزې په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه پر اسرائیلو د حماس له برید او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د اردن او لوېدیځې غاړې پر پوله دا ډول ډزې کېږي.
اسرائیل او اردن چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د سولې تړون لاسلیک کړ، نژدې امنیتي اړیکې لري. اردن له اسرائیلو سره څو تړونونه لري چې تر ټولو مهم یې د سولې تړون، د ګازو تړون،د اوبو لپاره د انرژۍ تړون او د وړ صنعتي زونونو تړونونه دي.
هره ورځ په لسګونو لارۍ او ټرېلرونه له دې لارې تېرېږي، چې له اردن او د فارس خلیج له هېوادونو بېلابېل توکي او محصولات د اسرائیلو او لوېدیځې غاړې بازارونو ته راوړي.
اردوغان د اسلامي هېوادونو ټلواله جوړېدل غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د اسلامي نړۍ هېوادونه باید د هغه ګواښ مقابلې ته په یوه ټلواله کې راټول شي چې ده د اسرائیل ډېرېدونکې پراختیا غوښتنه وبلله.
هغه د اسرائیل په ډزو کې د یوې ترک توکمې امریکايۍ د وژل کېدو په غبرګون کې د اسلامي مدرسو د يوې ټولنې غونډې ته په استانبول کې د وینا پر مهال وویل:
"یوازېنی اقدام چې کولی شي د اسرائیل د دولت لوړ پروازونه، لارنیونې او ترهګري ودروي هغه د اسلامي هېوادونو یو کېدل دي".
ده زیاته کړه: "د اسرائیل د پراختیا غوښتنې د ډېرېدونکي ګواښ په مقابل کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه له مصر او سوریې سره د اړیکو ښه کولو لپاره ترکیې په دې وروستیو کې ګامونه اوچت کړي".
هغه د اسرائیل پراختیاغوښتنه داسې ګواښ وباله چې لبنان او سوریه يې هم له خطر سره مخ دي.
اردوغان او نور ترک چارواکي پر غزې د اسرائیل له برید وروسته پر اسرائیل بیا بیا او جدي نیوکې کوي او د حماس ملاتړ يې اعلان کړی.

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز بیا په یوه ویناپاڼه کې د ولسمشر اردوغان خبرې خطرناک او لمسوونکي درواغ بللي او ویلي يې دي چې "د ترکیې مشر کلونه کېږي چې له ایران سره همکاري کوي تر څو د سیمې منځلاري عربي رژیمونه کمزوري کړي".
د ترکيې ولسمشر څو ورځې وړاندې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي کوربه و. دا په تېرو دوولسو کلونو کې ترکیې ته د مصر د ولسمشر لومړنی سفر و.
ولسمشر اردوغان په جولای کې هم ویلي چې ترکیه له سوریې سره د اړیکو رغولو ته چمتو ده او دغه هېواد ته يې د بشار اسد وربللو ته هم چمتووالی ښودلی و.
د ترکیې او سوريې اړیکې په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې د کورنۍ جګړې له پیله پرې شوې.











