غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

په غزه کې د پوليو يا ګوزڼ پر ضد ماشومانو ته واکسين ورکول پيل شول. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، په غزه کې به شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د يونيسف په وينا، د واکسین لومړی پړاو به د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې پيل شي.

په دې پروګرام کې هغو ماشومانو ته واکسين ورکول کېږي چې عمرونه يې له ۱۰ کلونو کم وي. تېره اوونۍ له ۲۵ کلونو وروسته په غزه کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوه.

اسرائیلو او حماس د ملګرو ملتونو د دې ګام د عملي کېدو لپاره په دريو ځايي ډزبنديو هوکړه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو ادارې اعلان کړی، چې واکسين به په دريو پړاوونو کې ترسره شي او په هر پړاو کې به په دريو پرله پسې ورځو کې لږ تر لږه اته ساعته جګړه ودرول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۹۰ سلنه ماشومان باید څلورو اوونيو کې دوه ځله واکسین شي.

خو دا کړنه په غزه کې چې د نژدې یوولسو میاشتو جګړو له امله تر ډېره اغېزمنه شوې او له سترو ننګونو سره مخامخ ده. دلته ډېری خلک بېځايه شوي او د ناپاکۍ او ګڼې ګوڼې په شرايطو کې ژوند کوي.

د اسرائیلو پوځ په لوېدیځه غاړه کې د دوو تنو د وژلو خبر ورکړی

لوېديځه غاړه

د عکس سرچینه، EPA

د اسرائیلو پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژلي دي.

د پوځ په وینا، له دغو کسانو یو یې اسرائیلي مېشت ځای ته ننوتي و او دوهم کس د موټر له چاودېدو وروسته پر پوځیانو ډزې کړې.

اسرائيل وايي، په دغو بریدونو کې دوه تنه ټپیان شوي، خو د پېژندګلوۍ په اړه يې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د اسرائيلو پوځ ويلي "ترهګر هڅه وکړه چې په دروازه کې يو امنيتي ساتونکی ووژني او بیا دغه ځای ته ننوځي، خو کله چې سرتېري سيمې ته ورسېدل بريدګر يې په ډزو وواژه".

پوځ دا هم ويلي چې په يوه بله پېښه کې "يو موټر د ګازو په سټېشن کې له اور اخيستو وروسته چاودلی، هغه ترهګر چې له موټره راوتلی او هڅه يې کوله بريد وکړي په نښه او ووژل شوی دی. "

د اسرائيلو پوځ وايي لا په دې اړه معلومات نشته چې دغه دواړه پېښې دې له يو بل سره تړاو ولري.

حماس هم په لوېديځه غاړه کې د عملياتو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، "دا يو ښکاره پيغام دی، تر هغه چې زموږ خلک او خاوره اشغال وي مقاومت به دوام ولري."

خو دغې ډلې په مستقيم ډول د دې بريدونو مسووليت منلی نه دی.