'غزه کې پر جومات او ښوونځي د اسرائیلو بمبارۍ ۲۶ تنه وژلي'

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, الیکس فلیپس
    • دنده, بي بي سي

په غزه کې د حماس اړوند عامې روغتیا وزارت وايي، د غزې په مرکزي برخه کې پر هغه یوه جومات او ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو بمبارۍ له کبله ۲۶ کسان وژل شوي، چې بې ځایه شوي خلک پکې مېشت وو.

د وزارت په وینا پر یکشنبه د دیر البلح سیمې پر ابن الرشد ښوونځي او الاقصي شهدا جومات بمبارۍ کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

بل لور اسرائیلي پوځ ویلي، دوی په دې ځایونو کې د حماس ''د قوماندې او کنټرول پر مرکزونو'' بریدونه کړي دي. اسرائیلي ځواکونو د الجبالیا سیمه هم محاصره کړې ده او په وینا یې لامل یې هلته د حماس وسله والو بیا یو ځای کېدل دي.

اسرائیلي پوځ دغه راز په شمال کې د خلکو وتلو لپاره نوې لارې پرانیستې او بشري سیمې یې ټاکلې دي. په هغه ویډیويي کلیپ کې چې د غزې په مرکزي سیمه کې پر جومات د بمبارۍ په تړاو خپور شوی او بي بي سي تائید کړی، د ورانې شوې ودانۍ پر غولي پراته مړي او وینې لیدل کېږي.

پر ښوونځي بیا د برید په تړاو ویډیو کې لیدل کېږي، چې ودانۍ اور اخیستی او یو کس له ودانۍ په تذکره کې راایستل کېږي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې له دې مخکې د حماس اړوند مدني دفاع مسوولینو له قوله ویل شوي وو، چې پر جومات د برید پایله کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.

پر جومات د برید په تړاو حماس په یوه اعلامیه کې پر اسرائیل تور پورې کړی، چې ''د خلکو پر کورونو بمبارۍ کوي، ویجاړوي یې او د دوی پر سرونو یې ورړنګوي، چې د لسګونو کسانو د مرګژوبلې لامل کېږي.''

اسرائیلي پوځ بیا په دې هکله ویلي، ''له بریدونو مخکې ملکي خلکو ته د زیان اوښتو احتمال کمولو په موخه د کره وسلې کارولو، هوايي څار او اضافي استخباراتي معلوماتو په ګډون ګڼ اقدمات شوي وو.''

اسرائیلي ځواکونو پر حماس تور پورې کړی، چې ''د ترهګریزو فعالیتونو لپاره له ملکي تاسیساتو د سپر په توګه کار اخلي.''

د یکشنبې پر ورځ ناوخته اسرائیلي ځواکونو وویل، په غزه کې یې پر یوه بل ښوونځي هم برید کړی، چې په وینا یې حماس ترې ''د کنټرول او قوماندې د مرکز'' په توګه کار اخیست.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

حماس بیا د پوځي هدفونو لپاره د ښوونځیو او نورو ملکي تاسیساتو د کارولو تورونه رد کړي دي.

د یکشنبې ورځې بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې سبا د اکتوبر پر ۷مه د هغه برید یو کال موده بشپړېږي، چې حماس وسله والو تېر کال پر اسرائیل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۲ یې یرغمل کړل.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې له هغه راهیسې په غزه کې ۴۱ زره ۸۷۰ کسان وژل شوي او له ۹۷ زره ډېر کسان ټپیان شوي دي.

په دې شمېرو کې د وسله والو او ملکي کسانو تر منځ توپیر نه دی څرګند شوی.

د ملګرو ملتونو له لوري د غزې عامې روغتیا وزارت شمېرو په حواله چې ملګري ملتونه یې د باور وړ بولي، چې یوازې د سپتمبر له ۳۰مې تر اکتوبر تر څلورمې پورې په غزه کې ۱۸۷ کسان وژل شوي دي.

د ویډیو تشریح، هغه ورځ چې عبدالله غزه کې هرڅه له لاسه ورکړل